چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د ملېشو جوړوونکي پاړوګران به د همدې مارانو له لاسه مري

لیکنه: قاضي نجیب الله جامع

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 29, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
ایراني شنونکي: ټوپک یې نه ګټي، د افغان بحران د حل لار خبرې دي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په دوحه کې د افغان- امریکا جګړې د ختم په لاره کې د طالبانو او امریکا د سولې هوکړه، د بهرنیانو د کرغېړن او ناروا شتون د پای ته رسېدو هڅې او دا چې طالبانو منلې وه چې دوی به په بین الافغاني مذاکراتو کې برخه اخلي او د تېرې ۴۰ کلنې ربړې له ټولو ښکېلو افغاني طرفونو سره به د خپلمنځي خبرو او مذاکراتو له لارې افغان وطن ته سوله راولي، د وطن د ابادۍ او عزت په لار کې به د نړۍ د نورو بالغو ملتونو په څېر د خپل برخلیک په ټاکلو کې برخه اخلي او د دې لپاره یې د بهرنیانو هر ډول لاسوهنه، غوښتنه او فرمایش په افغاني ډیالوک کې منع کړل او د بهرنیانو د غوښتنو پر وړاندې ودرېدل.

دا هغه څه وو چې د سولې هیلې یې غښتلې کړې، ولس یې د سبا افغانستان په عزت، ثبات او سیال دریځ باوري کړ. مګر بدبختانه د حکومت اړخ د ۲۰ کلنو لاسته راوړنو، جمهوریت، اساسي قانون او د امنیتي بنسټونو د ساتنې په خیالي پلمو د سولې او مذاکراتو په لار کې خنډونه راولاړ کړل، طالب بندیان یې چې یوازینۍ ګناه یې د افغان وطن له سیاسي حریت او تاریخي عزت، خپلواکۍ او آزادۍ څخه ننګه او د خپلو تېرو اسلافو په څېر بهرنیانو او یرغل ته یې (نه) ویل وو، د هغوی له خلاصولو یې انکار وکړ، هغه یې خپلې سرې کرښې وګڼلې، لانجې او لالچونه یې پرې وکړل او حتی ۴۰۰ طالب بندیانو ته خو یې د ولس په نوم جعلي او مصنوعي جرګه هم راوغوښتله.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

دوی په دې هم بسنه ونه کړه؛ بلکې مخکې لاړل، له پاکستان سره د خبرو یې وویل، د جګړې او زور خبرې یې وکړې، د طالب خلاف رسنیزه جګړه یې پیل کړه، د ډاکتر غني، مرستیالانو او د ارګ د ویاندویانو ادبیات دومره جګړه مار شول چې د اور بڅري یې بادول.

د تبلیغاتي جګړې له دې توپان سره یوځل بیا د ډېرو هغو سیمو بمباري پیل شوه، چې د دوحې د هوکړې خلاف وه او د حکومت- امنیتي ادارو خو د سیمو د تصفیې او د طالبانو له وجوده د پاکولو نغارې هم وغږول شوې.

په مذاکراتو کې خنډونه راپیښ شول، د دوحې بین الافغاني مذاکرات د حکومت سختو شرایطو ټکني کړل او داسې ذهنیت خپور شو او دا د حکومت له دريځونو تبلیغېدل چې په امریکا کې د نوي ولسمشر جو بایډن له راتګ سره به د دوحې د سولې هوکړه لغوه یا لږ تر لږه د امریکایانو د پاتې کېدو موده به وغځېږي او په دې سره به د غني حکومت پنځه کاله بشپړ او طالبان به د سولې او جګړې له یوه تپل شوي حالت سره مخ کړي.

ځکه هم ارګ، مرستیالانو، ویاندویانو، موتلفینو او د ولسي جرګې غړو به ویل چې امریکا باید د دوحې تړون ملغا او یا لږ تر لږه د دوی د ناز او سلیقې سره سم ټکی او شرایط دې ورزیات کړي.

مګر د طالبانو فعالې سیمه ییزې ډیپلوماسۍ، په جګړه کې د امریکایانو له نظره د دوی د ماتې تر درشل ښکېلتیا او دا چې په لوېدیځو رسنیو کې دا د امریکا د تاریخ یوه اوږده او ناپایه جګړه وبلل شوه، نو د بایډن په مشرتابه نوې امریکایي ادارې د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر تر ۱۱مې پورې د دوحې هوکړې له شرایطو سره سم د ټولو ځواکونو د وتلو اعلان وکړ.

طالبانو او امریکا که څه هم د دوحې په هوکړه پوره عمل ونه کړ، ولې د یوه ستراتیژیک تدبیر پر بنسټ یې د دوحې هوکړې ته ژمنتیا وښوده.

په مقابل کې ډاکتر غني او محدود ارګ محوره ټیم یې د دې پر ځای چې د سولې لپاره له رامنځته شوي فرصته ګټه واخلي او د سولې له لارې خپل پرون جبیره کړي، د سولې تخریب ته یې کار ووایه، یوځل بیا یې د طالبانو د انشعاب ناکامې هڅې پیل کړې، پر جګړه او جګړه مارو ادبیاتو یې تکیه وکړه او په یوه تاریخي اشتباه سره یې د طالبانو خلاف د سیمې هېوادونه لکه ایران او هند په افغان قضایاوو کې راښکېل کړل. ایرانیان بیا بیا کابل ته راغلل او هند د شمالي ټلوالې تنظیمي مشران لکه عبدالرشید دوستم، اسماعیل خان او عطامحمد نور ډیلي ته د بلې جګړې د تیاریو لپاره وبلل او د افغانستان د ملي امنیت له لارې یې د دوی د مالي، سیاسي او استخباراتي ملاتړ ټټر وواهه.

هغه چې له دغو سفرونو څخه وروسته دوستم په تخار، جوزجان او سرپل کې د مرګ په نوم درې ۷۵۰ کسیزه قطعې هم جوړې کړې.

د حکومت له اړخه د سولې په لار کې لویو خنډونو، دښمنانه مانورونو، تخریبونو، سبوتاژونو او په ځانګړې توګه یوې بلې جګړې ته د تګ اعلانونو طالبان اړ کړل، چې جګړې شدیدې کړي او د سبا افغانستان د ځواب ویونکي طرف په توګه اجازه ورنه کړي، چې د ۱۹۹۰یمو کلونو د شر او فساد ډانګیان افغانستان د پردیو بدمخو کرایي جګړو، شرارتونو او ورور وژنو کندې ته ورټیل وهي.

ولې موږ ولیدل چې کله طالبانو د نرمې جګړې له لارې ډېرې سیمې لاندې کړې او لسګونه ولسوالۍ یې ونیولې، حکومت خپل بد نیت او دسیسه څرګنده کړه او لکه د ډاکتر نجیب الله په څېر یوه تجربه شوې، ناکامه او د اورونو بلوونکې تېروتنه یې وکړه، چې هغه د ۱۹۹۰یمو کلونو د تنظیمي جګړه مارانو، ټوپکیانو، پاټکیانو او اربکیانو راټولول او وسله‌وال کول وو.

هغه چې غیر مسوولو وسله‌والو ته د دفاع په نامه د وسلې یا د قوې د استعمال صلاحیت ورکول او انتقال و، هغه د دې پر ځای چې د طالبانو ملي مقاومت او تاریخي داعیه وننګوي، خپله به د کابل واکو واکمنو پایښت کمزوری او د واکمنۍ ورځې به یې د ګوتو په شمېر را کمې کړي.

نو زموږ غږ د زوال د ورځې په دې نشه‌یي غټانو دا دی چې لا اوس هم د وطن د ژغورلو او د تاریخ د جبیرې وخت شته، امریکا ته مو تګ هرڅه روښانه کړل، راوګرځئ، د وطن په عزت کې برخه واخلئ، ملېشو ډاکتر نجیب هم ونه ژغوره، نو تاسې خو بیخي نه شی ژغورلی، په پردو تکیه ناکامي لري او هو دغه ملېشې هغو مارانو ته ورته دي، چې ډېر ماهره پاړوګران یې مړه کړي او وژلي دي.

Previous Post

هغه کارونه چې تر دېرش کلنۍ مخکې یې باید تر سره کړئ

Next Post

وکیلان: که ملېشې مدیریت نه شي، تېرې ترخې تجربې به بیا تکرار شي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
وکیلان: که ملېشې مدیریت نه شي، تېرې ترخې تجربې به بیا تکرار شي

وکیلان: که ملېشې مدیریت نه شي، تېرې ترخې تجربې به بیا تکرار شي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

جاپان او هند له افغانستان سره د مرستو پر دوام ټینګار کړی

جاپان او هند له افغانستان سره د مرستو پر دوام ټینګار کړی

مارچ 20, 2022
د اذربایجان او ارمانیا ترمنځ جګړه لا هم روانه ده

د اذربایجان او ارمانیا ترمنځ جګړه لا هم روانه ده

اکتوبر 5, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved