سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د وچې ډوډۍ وېش او د شکایتونو دوام

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 10, 2020
in تبصرې
0
د وچې ډوډۍ وېش او د شکایتونو دوام
673
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

حکومتي چارواکي وايي چې په ۲۸ نورو ولایتونو کې مو هم د وچې ډودۍ د وېش لړۍ پیل کړې ده. د دوی په وینا چې دا پروګرام به د روژې تر پایه دوام وکړي او هره ورځ به پر لسګونو زرو کورنیو باندې دا ډودۍ وېشل کېږي. حکومتي چارواکي وايي چې سیمه ییز چارواکي او دیني عالمان به دې وچې ډوډۍ د وېش څارنه کوي.

د وچې ډوډۍ پر وېش له دوو اړخونو نیوکې دي؛ لومړی دا چې   ډوډۍ د وېش په میکانېزم کې ستونزې دي. په دغه پروسه کې پراخ فساد، خپلوي پالنه او تبعیضي چلند کېږي. په ځینو سیمو کې مسوولینو خپل خپلوان په لېست کې نیولي او مستحقین یې پرې اېېښي دي. په دې اړه دېر اعتراضونه او نیوکې شته. له همدې امله پرون په غور کې لاریون وشو چې پکې مرګ ژوبله هم رامنځ ته شوه. په وېش کې نورې ستونزې هم شته، مثلاً ډوډۍ په دې روژه کې سهار وختي پخېږي، بیا وېشل کېږي او ماښام چې په روژه ماتي باید وخوړل شي، نو ډوډۍ شخه او سخته شوې وي. د دې تر څنګ د ډوډۍ د وېش پر مهال ډېره ګڼه ګوڼه وي، چې دا خپله د کرونا ویروس خپرېدو ته لاره هواروي. په ځینو کلیوالي سیمو کې چې بیا نانوايۍ نشته، هلته دا پروسه نشته او یا یې هم پیسې اخیستل کېږي او سیمه ییز مسوولین یې په خپلو جیبونو کې اچوي او غریبانو ته نه رسیږي. د وچې ډوډۍ په وېش کې له بله اړخه اساسي ستونزه دا ده چې بې وزله خلک یوازې وچې ډوډۍ ته اړتیا نه لري، بلکې نورې مهمې او حیاتي اړتیاوې هم لري. له همدې امله پکار وه چې پر وچه ډوډۍ لګول کېدونکي پیسې غریبانو ته ورکړل شوې وی. دې چارې به دوې ګټې درلودې؛ یوه دا چې بې وزلو کسانو به دا مرستې د خپلو اړتیاوو پر اساس لګولې وی او بل دا چې که هغوی وچې ډوډۍ ته هم اړتیا لرلی، د اوس په پرتله به ورته ارزانه وه. مثلاً که یوې بې وزلې کورنۍ ته د لسو وچو ډوډیو پر ځای سل افغانۍ ورکړل شوې وی، نو هغوی په پنځوسو افغانیو د خپلې وچې ډوډۍ ستونزه حل کولی شوی او پر پاتې نورو پنځوسو افغانیو یې خپلې نورې ستونزې حل کوی شوی. اوس دا مرستې له یوه اړخه د فساد له امله ضایع کېږي او بله اړخه د پیسو یوه لویه برخه د بې وزلو پر ځای نانوایانو او نورو اړوندو برخو ته ځي. یوازې یوه برخه یې تر بې وزلو کورنیو پورې رسیږي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

اوس خو دا پروګرام پیل شوی او دوې اونۍ نور به دوام کوي، نو پکار ده چې د څارنې مسئله یې جدي وګڼل شي. په دې برخه کې د مفسدینو پر ضد باید په شدت سره مبارزه وشي. هڅه باید وشي چې رښتینو اړمنو ته مرسته ورسیږي او د هغو کسانو مخه ونیول شي چې مستحق نه دي. د دې تر څنګ پر نانوايي ګانو او سیمه ییزو مسوولینو هم باید نظارت وشي؛ ځکه له دوی څخه هم شکایتونه شته. دغه راز ټولې هلې ځلې باید وشي چې دا پروسه هم په ښه ډول عملي شي.

Previous Post

ماشومان مو له کتاب سره روږدي کړئ

Next Post

په غور کې د خوړو د وېش پر سر لاریون ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
په غور کې د خوړو د وېش پر سر لاریون ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

په غور کې د خوړو د وېش پر سر لاریون ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

لانګ وار ژورنال:طالبان عملاً د امریکایي ګټو ساتلو لپاره لاس په کار شوي

لانګ وار ژورنال:طالبان عملاً د امریکایي ګټو ساتلو لپاره لاس په کار شوي

اکتوبر 24, 2020

شي جين پينګ له روسيې څخه ليدنه پای ته ورسوله

مارچ 22, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved