سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د ټاکنو پایلې اعلان شوې، خو لانجه ختمه شوه؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 23, 2020
in تبصرې
0
د ټاکنو پایلې اعلان شوې، خو لانجه ختمه شوه؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د ټاکنو کمېسیون بالاخره د تېرو ولسمشریزو ټاکنو پایلې اعلان کړې. محمد اشرف غني د (۵۰.۶۴) سلنه رایو په ګټلو د افغانستان منتخب ولسمشر اعلان شو. د ټاکنو کمېسیون وايي چې په تېرو ټاکنو کې (۱۸۲۳۹۴۸) کسانو برخه اخیستې وه چې محمد اشرف غني وتوانید له دې ډلې د (۹۲۳۵۹۲) رایې تر لاسه کړي. ټاکنو کمېسیون وايي چې دا اعلان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له خوا د ځانګړي تفتیش د پرېکړې له عملي کېدو وروسته کوي. د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ځینو غړو بیا ویلي چې د دوی پرېکړه سمه نه ده عملې شوې او ټاکنو کمېسیون خپلسري کارونه کړي دي.

اوس مهمه پوښتنه دا ده چې له دې سره ټاکنیزه لانجه حل شوې او که موږ د لانجو یو بل پېچلي پړاو ته داخل شوي یو؟

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې او د حکمتیار په مشرۍ د اسلامي عدالت ټیم له وړاندې د دې پرېکړې مخالفت کړی او ویلي یې دي چې پر وړاندې به یې ودریږي. د ثبات او همپالنې ټیم مهمو ګډونوالو ګواښ کړی چې موازي حکومت به جوړوي. جنرال دوستم، محمد محقق، کریم خلیلي او د دې ټیم نورو ګډونوالو ویلي چې دوی د کمېسیون پرېکړه نه مني او خپل موازي حکومت به جوړوي. له دې ښکاري چې ټاکنیزه لانجه نه یوازې حل شوې نه ده، بلکې یو بل پړاو ته ننوتې ده. د ثبات او همپالنې ګواښ ساده نه دی او که دوی رښتیا هغه څه وکړي چې ویلي یې دي، نو ستونزه به لا پراخه شي. اوس وېره ده چې ښايي په ځینو ولایتونو کې پراخ لاریونونه وشي، یا لویې لارې بندې کړل شي او یا هم هڅه وشي چې ځیني سیمې د حکومت له کنټرول څخه و ایستل شي. په دې ډول د ټاکنو د پایلو اعلان یو بله لانجه جوړې کړې ده.

له بله اړخه ټاکل شوې درې ورځې وروسته د طالبانو او امریکا تر منځ د تاوتریخوالي د کمولو مرحله پیل شي او یوه اونۍ به دوام کوي. یوه اونۍ وروسته به د سولې هوکړه لیک لاسلیک کېږي او دا چاره به بین الافغاني خبرو ته لاره هواروي. اوس چې دلته د ټاکنو پایلې اعلان شوې او ورسره به پراخ اعتراضونه او لانجې پیلېږي، نو له شک پرته چې دا چاره به د بین الافغاني خبرو په مخ کې یو واقعي خنډ جوړ کړي. که په کابل او د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې پراخې لانجې، اعتراضونه او اختلافات وي، نو دلته به د سولې د خبرو لپاره د حکومت، سیاسي ګوندونو او سیاستوالو تر منځ هم پر ګډ ټولمنلي، ملي او افغاني پلاوي اتفاق نه وي. دا چاره به د دې سبب شي چې بین الافغاني خبرې یا پیل نه شي، یا هم نیمګړې پیل شي او یا هم ښايي یو مخ وځنډېږي. له بله اړخه اشرف غني او ملګري یې چې له وړاندې د سولې د روانو هڅو مخالفت کوي، له دې اعلان سره ښايي ځان لا زیات پياوړی او مشروع احساس کړي او په لا زیات قوت د سولې له روانې پروسې سره مخالفت ته را ووځي.

په دې ډول د ولسمشریزو ټاکنو د وروستیو پایلو اعلان نه یوازې لانجه حل کړې نه ده، بلکې لا یې پېچلې کړې ده. له دې سره به نه یوازې د حکومت تر کنټرول لاندې سیمه کې سیاسي لانجې زیاتیږي، بلکې د سولې په چاره کې به هم خنډ او ځنډ پیدا شي.

Previous Post

د اشرف غني له پښو ښویېدونکې ځمکه

Next Post

د اورکم لومړۍ ورځ، خوښۍ او اندېښنې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
د اورکم لومړۍ ورځ، خوښۍ او اندېښنې

د اورکم لومړۍ ورځ، خوښۍ او اندېښنې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ولسي جرګه: د امنیتي ادارو د کمزوري مدیریت له امله وضعیت ترینګلی دی

ولسي جرګه: د امنیتي ادارو د کمزوري مدیریت له امله وضعیت ترینګلی دی

جولای 12, 2021
څېرې خپرونه/ پوهاند دوکتور نور احمد میرازی

څېرې خپرونه/ پوهاند دوکتور نور احمد میرازی

جولای 6, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved