په دې تبصره کې نړيوالې ستونزې له سختو ناروغيو سره تشبيه کېږي او د حل ميتودونه يې طبي درمل بلل کېږي. د ۲۰۳۰م کال د ملګرو ملتونو دوامدار پرمختيايي هدف ته يوازې څلور کلونه پاتې دي. خو د نړيوال پرمختګ د څارنې په يو راپور کې ډېرې ستونزې پيدا شوې چې په ۱۳۹ ارزونه کېدونکو شاخصونو کې يوازې ۳۶سلنه اوس د سالم پرمختګ، نژدې نيمايي برخه يې د رکود په حال کې دي. شاوخوا ۱۵سلنه يې حتې له ۲۰۱۵م کال مخکې معياري کرښې ته ټيټ شوي دي.
اوسمهال په هر لسو تنو خلکو کې يو تن له ډېرې بېوزلۍ سره مخ دی. ۲.۳ ميليارډه خلک د غلو دانو د کموالي، جيوپوليتيکو شخړو، د سوداګرۍ د ساتنې غوښتنې او د اقليمي بدلون په شمول له ګڼ شمېرګواښونو سره مخ دي. دغه راز د نړۍ د جنوب او شمال تر منځ پرمختيايي توپيرونه پر له پسې زيات شوي دي. له ۲۰۲۰م کال څخه تر ۲۰۲۴م کال پورې د نړۍ په ۷۵ډېر کمزوري اقتصادونو کې څه باندې نيمه برخه يې د هر تن په سر د (GDP) پرمختيايي سرعت د شتمنو اقتصادونو په پر تله ټيټ و، دا د روانې پېړۍ له پيل راهيسې اول ځل د بېوزلۍ او شتمنۍ ترمنځ د واټن د زياتولو نښې رامنځته شوې دي. د بېوزلۍ او شتمنۍ تر منځ د غيرمتوازنۍ حالت نه يوازې د نړۍ د جنوبي او شمالي هېوادونو ترمنځ رامنځته شوي، حتی په امريکا کې د شتمنيو د ويشلو حالت هم برابر نه ښکاري چې په تېرو ۳۰ کلونو کې د دغه هېواد تر ټولو ۴۰۰ شتمنو کسانو شتمني ۱۴۶سلنه زياتوالی ښيي، خو د امريکا د ټيټې کچې خلکو شتمنۍ بيا۲۵سلنه کمې شوې دي، چې شمېر يې د دغه هېواد د نفوس نيمه برخه نيسي.
نړۍ واقعاً ناروغه ده، د دغې ناروغۍ د درملنې لپاره د چين دولت رئيس شي جين پينګ په ۲۰۲۱م کال کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې يو ”درمل“ وړاندې کړی چې نوم يې ”د نړيوال پرمختګ وړانديز“ دی. په دې وړانديز کې پرمختګ ته د لومړيتوب ورکولو، د خلکو ګټو ته تمرکز، د ګډو ګټو او شموليت، د نوښتونو له لارې د هڅونې، د انسانانو او طبيعت تر منځ د هوساينې ګډ ژوند او د عملياتو لارښوونې په شمول شپږ برخې شاملې دي. دغه درمل داسې نه دی چې يوازې د سردرد د مخنيوي رول لري، بلکې اصلي لاملونو ته په کتو د ناروغيو د درملنې په پار د چيني طب ګټوره نسخه ده. په تېرو پنځو کلونو کې دغې چيني نسخې چې د چين ځیرکې تجربې پر بنسټ ده، د نړۍ واقعي پرمختګ يې پرمخ بيولی دی.

د چيني طب نسخه نړيوالې ستونزې له بيخه حلولی شي.
د چين د دوديز طب له مخې يوه نسخه څلور برخې لري: لومړۍ برخه يې د ”جون“ په نامه يادېږي چې د نسخې مرکزي برخه بلل کېږي او د ناروغانو عمده ستونزه علاج کوي، دوهمه ”چن“ برخه ده چې د ”جون“ برخې سره مرسته کوي او د درملو رول پياوړی کوي. درېيمه ”ځوه“ برخه ده چې د درملو منفي اغېزه پاکوي. څلورمه ”شه“ برخه ده چې په نسخه کې د مختلفو درملو همغږي کوي. دغه څلور برخې يو له بل سره همغږي او ګډ کار کوي چې ترې د چيني طب ښېګڼې او ځانګړتيا ښيي.

د پرمختګ په نړيوال وړانديز کې د چين ياده طبي تيوري پيدا کېږي او ترې د چين د دوديزې طبي نسخې څلور برخې ليدل کېږي. په دغه نسخه کې ”جون“ برخه پرمختګ ته لومړيتوب ورکول دي. د شخړو، انفلاسيون او اقليمي بدلون په شمول د ګڼ شمېر ستونزو پر وړاندې د بېلا بېلو هېوادونو پرمختيايي فضا تنګه شوې ده. شي جين پينګ څو ځلې ويلي چې پرمختګ د ټولو مسئلو د حلولو عمومي کيلي ده. د ده په اند په دې حالت کې چې نړيوال خطرونه او نظري توپیرونه پر له پسې زياتېږي، پرمختګ بايد د نړيوالې اجنډا مرکزي مقام ته بېرته راوګرځي او د ټولو کارونو د کليدي لوري په ټوګه وټاکل شي.
د دغې چيني نسخې ”چن“ برخه د خلکو ګټو ته تمرکز او ټولشموليت دي. د چين حکومت د اوږدې مودې لپاره خلکو ته د لومړيتوب ورکولو پر تګلارې ټينګار کړی او کوي يې او د پرمختګ ګټې ټولو خلکو ته رسوي.

”ځوه“ برخه يې د نوښتګرې هڅونې او د انسانانو او طبيعت ترمنځ د هوساينې ګډ ژوند مانا لري. نوښتونه به د پرمختيايي انجن د کمزورتيا ستونزه حل کوي او د ساينس او تېکنالوژيو له لارې د نوښتونو نوې بڼه خلاصوي.
” شه” برخه يې د عملياتو لارښوونې اهميت لري چې هره ګټور نظريه بايد په عملونو بدله شي. شفاهي ژمنې بايد په عملي پروژو بدلې شي، د بېوزلۍ له منځه وړلو او له کليوالو سيمو سره د مرستو، د غلودانو د خونديتوب، د ډیجيټلي اقتصاد او ټرانزيتي پيوستون په شمول ټولو چارو کې هرې لاسته راوړنې دې خلکو ته ورسېږي.













