شنبه, سپتمبر 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Home نړیوال خبرونه

د پرمختګ نړيوال وړانديز د نړيوالو ستونزو د حل لپاره د چين سيستماتيکه لايحه ده

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 5, 2026
in نړیوال خبرونه
0
د پرمختګ نړيوال وړانديز د نړيوالو ستونزو د حل لپاره د چين سيستماتيکه لايحه ده
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په دې تبصره کې نړيوالې ستونزې له سختو ناروغيو سره تشبيه کېږي او د حل ميتودونه يې طبي درمل بلل کېږي. د ۲۰۳۰م کال د ملګرو ملتونو دوامدار پرمختيايي هدف ته يوازې څلور کلونه پاتې دي. خو د نړيوال پرمختګ د څارنې په يو راپور کې ډېرې ستونزې پيدا شوې چې په ۱۳۹ ارزونه کېدونکو شاخصونو کې يوازې ۳۶سلنه اوس د سالم پرمختګ، نژدې نيمايي برخه يې د رکود په حال کې دي. شاوخوا ۱۵سلنه يې حتې له ۲۰۱۵م کال مخکې معياري کرښې ته ټيټ شوي دي.

اوسمهال په هر لسو تنو خلکو کې يو تن له ډېرې بېوزلۍ سره مخ دی. ۲.۳ ميليارډه خلک د غلو دانو د کموالي، جيوپوليتيکو شخړو، د سوداګرۍ د ساتنې غوښتنې او د اقليمي بدلون په شمول له ګڼ شمېرګواښونو سره مخ دي. دغه راز د نړۍ د جنوب او شمال تر منځ پرمختيايي توپيرونه پر له پسې زيات شوي دي. له ۲۰۲۰م کال څخه تر ۲۰۲۴م کال پورې د نړۍ په ۷۵ډېر کمزوري اقتصادونو کې څه باندې نيمه برخه يې د هر تن په سر د (GDP) پرمختيايي سرعت د شتمنو اقتصادونو په پر تله ټيټ و، دا د روانې پېړۍ له پيل راهيسې اول ځل د بېوزلۍ او شتمنۍ ترمنځ د واټن د زياتولو نښې رامنځته شوې دي. د بېوزلۍ او شتمنۍ تر منځ د غيرمتوازنۍ حالت نه يوازې د نړۍ د جنوبي او شمالي هېوادونو ترمنځ رامنځته شوي، حتی په امريکا کې د شتمنيو د ويشلو حالت هم برابر نه ښکاري چې په تېرو ۳۰ کلونو کې د دغه هېواد تر ټولو ۴۰۰ شتمنو کسانو شتمني ۱۴۶سلنه زياتوالی ښيي، خو د امريکا د ټيټې کچې خلکو شتمنۍ بيا۲۵سلنه کمې شوې دي، چې شمېر يې د دغه هېواد د نفوس نيمه برخه نيسي.

You might also like

ټرمپ: امریکا ښايي ډېر ژر د ایران پر «کوه کلنګ» برید وکړي

د هوا پېژندنې نړيوال سازمان: خورا سخته ايل نینو پديده د سختې هوا خطر زیاتوي

ایران په کویټ او عربي متحده اماراتو کې پر امریکایي پوځي اډو بريدونه کړي

نړۍ واقعاً ناروغه ده، د دغې ناروغۍ د درملنې لپاره د چين دولت رئيس شي جين پينګ په ۲۰۲۱م کال کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې يو ”درمل“ وړاندې کړی چې نوم يې ”د نړيوال پرمختګ وړانديز“ دی. په دې وړانديز کې پرمختګ ته د لومړيتوب ورکولو، د خلکو ګټو ته تمرکز، د ګډو ګټو او شموليت، د نوښتونو له لارې د هڅونې، د انسانانو او طبيعت تر منځ د هوساينې ګډ ژوند او د عملياتو لارښوونې په شمول شپږ برخې شاملې دي. دغه درمل داسې نه دی چې يوازې د سردرد د مخنيوي رول لري، بلکې اصلي لاملونو ته په کتو د ناروغيو د درملنې په پار د چيني طب ګټوره نسخه ده. په تېرو پنځو کلونو کې دغې چيني نسخې چې د چين ځیرکې تجربې پر بنسټ ده، د نړۍ واقعي پرمختګ يې پرمخ بيولی دی.

د چيني طب نسخه نړيوالې ستونزې له بيخه حلولی شي.

د چين د دوديز طب له مخې يوه نسخه څلور برخې لري: لومړۍ برخه يې د ”جون“ په نامه يادېږي چې د نسخې مرکزي برخه بلل کېږي او د ناروغانو عمده ستونزه علاج کوي، دوهمه ”چن“ برخه ده چې د ”جون“ برخې سره مرسته کوي او د درملو رول پياوړی کوي. درېيمه ”ځوه“ برخه ده چې د درملو منفي اغېزه پاکوي. څلورمه ”شه“ برخه ده چې په نسخه کې د مختلفو درملو همغږي کوي. دغه څلور برخې يو له بل سره همغږي او ګډ کار کوي چې ترې د چيني طب ښېګڼې او ځانګړتيا ښيي.

د پرمختګ په نړيوال وړانديز کې د چين ياده طبي تيوري پيدا کېږي او ترې د چين د دوديزې طبي نسخې څلور برخې ليدل کېږي. په دغه نسخه کې ”جون“ برخه پرمختګ ته لومړيتوب ورکول دي. د شخړو، انفلاسيون او اقليمي بدلون په شمول د ګڼ شمېر ستونزو پر وړاندې د بېلا بېلو هېوادونو پرمختيايي فضا تنګه شوې ده. شي جين پينګ څو ځلې ويلي چې پرمختګ د ټولو مسئلو د حلولو عمومي کيلي ده. د ده په اند په دې حالت کې چې نړيوال خطرونه او نظري توپیرونه پر له پسې زياتېږي، پرمختګ بايد د نړيوالې اجنډا مرکزي مقام ته بېرته راوګرځي او د ټولو کارونو د کليدي لوري په ټوګه وټاکل شي.

د دغې چيني نسخې ”چن“ برخه د خلکو ګټو ته تمرکز او ټولشموليت دي. د چين حکومت د اوږدې مودې لپاره خلکو ته د لومړيتوب ورکولو پر تګلارې ټينګار کړی او کوي يې او د پرمختګ ګټې ټولو خلکو ته رسوي.

”ځوه“ برخه يې د نوښتګرې هڅونې او د انسانانو او طبيعت ترمنځ د هوساينې ګډ ژوند مانا لري. نوښتونه به د پرمختيايي انجن د کمزورتيا ستونزه حل کوي او د ساينس او تېکنالوژيو له لارې د نوښتونو نوې بڼه خلاصوي.

” شه” برخه يې د عملياتو لارښوونې اهميت لري چې هره ګټور نظريه بايد په عملونو بدله شي. شفاهي ژمنې بايد په عملي پروژو بدلې شي، د بېوزلۍ له منځه وړلو او له کليوالو سيمو سره د مرستو، د غلودانو د خونديتوب، د ډیجيټلي اقتصاد او ټرانزيتي پيوستون په شمول ټولو چارو کې هرې لاسته راوړنې دې خلکو ته ورسېږي.

Previous Post

مجاهد: اړمنو هېوادوالو سره ۱۲.۶ میلیارده افغانۍ نغدي مرسته شوې ده

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

ټرمپ: امریکا ښايي ډېر ژر د ایران پر «کوه کلنګ» برید وکړي
نړیوال خبرونه

ټرمپ: امریکا ښايي ډېر ژر د ایران پر «کوه کلنګ» برید وکړي

by Spogmai Radio
سپتمبر 5, 2026
د هوا پېژندنې نړيوال سازمان:  خورا سخته ايل نینو پديده د سختې هوا خطر زیاتوي
نړیوال خبرونه

د هوا پېژندنې نړيوال سازمان: خورا سخته ايل نینو پديده د سختې هوا خطر زیاتوي

by Spogmai Radio
سپتمبر 4, 2026
ایران په کویټ او عربي متحده اماراتو کې پر امریکایي پوځي اډو بريدونه کړي
نړیوال خبرونه

ایران په کویټ او عربي متحده اماراتو کې پر امریکایي پوځي اډو بريدونه کړي

by Spogmai Radio
سپتمبر 4, 2026
د کاناډا صدراعظم: هېواد به يې د امريکا د تعرفې پر وړاندې متقابل اقدامات غوره کړي
نړیوال خبرونه

د کاناډا صدراعظم: هېواد به يې د امريکا د تعرفې پر وړاندې متقابل اقدامات غوره کړي

by Spogmai Radio
سپتمبر 4, 2026
د روان کال په لومړيو ۷ مياشتو کې د چين د خدماتي وارداتو او صادراتو عمومي حجم د پروسږ همدې مودې په پرتله ۸.۳ سلنه زيات شوی
نړیوال خبرونه

د روان کال په لومړيو ۷ مياشتو کې د چين د خدماتي وارداتو او صادراتو عمومي حجم د پروسږ همدې مودې په پرتله ۸.۳ سلنه زيات شوی

by Spogmai Radio
سپتمبر 4, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

په هېواد کې د شري ناروغي مخ پر زیاتېدو ده

په هېواد کې د شري ناروغي مخ پر زیاتېدو ده

اپریل 3, 2022
د ملګرو ملتونو امنیت شورا: اسلامي امارت په رسمیت نه پېژنو او ملاتړ یې نه کوو

د ملګرو ملتونو امنیت شورا: اسلامي امارت په رسمیت نه پېژنو او ملاتړ یې نه کوو

مارچ 11, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

د پرمختګ نړيوال وړانديز د نړيوالو ستونزو د حل لپاره د چين سيستماتيکه لايحه ده
نړیوال خبرونه

د پرمختګ نړيوال وړانديز د نړيوالو ستونزو د حل لپاره د چين سيستماتيکه لايحه ده

سپتمبر 5, 2026
مجاهد: اړمنو هېوادوالو سره ۱۲.۶ میلیارده افغانۍ نغدي مرسته شوې ده
افغانستان

مجاهد: اړمنو هېوادوالو سره ۱۲.۶ میلیارده افغانۍ نغدي مرسته شوې ده

سپتمبر 5, 2026
تېر کال نږدې دوه میلیونه کډوال هېواد ته راستانه شوي
افغانستان

تېر کال نږدې دوه میلیونه کډوال هېواد ته راستانه شوي

سپتمبر 5, 2026
د افغانستان او ورسیې ترمنځ د اړیکو پر لاپياوړتیا ټينګار شوی
افغانستان

د افغانستان او ورسیې ترمنځ د اړیکو پر لاپياوړتیا ټينګار شوی

سپتمبر 5, 2026
نوري: په ټول هېواد کې د ای ټي اېم ماشینونو د زیاتولو هڅې روانې دي
افغانستان

نوري: په ټول هېواد کې د ای ټي اېم ماشینونو د زیاتولو هڅې روانې دي

سپتمبر 5, 2026
افغان سوداګرو له ازبکستان څخه د ټوکر واردولو ته لېوالتیا ښودلې
افغانستان

افغان سوداګرو له ازبکستان څخه د ټوکر واردولو ته لېوالتیا ښودلې

سپتمبر 5, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ