د اوبو او برېښنا وزارت وايي، چې د کابل سیندیزې فرعي حوزې له لوري په کابل ښار کې د ځمکې لاندې اوبو د مدیریت په موخه په بېلابېلو سیمو کې جذبي څاه ګانې کیندل کیږي. یاد وزارت زیاته کړې؛ تخنیکي ټیم په پغمان ولسوالۍ کې د مخکې تثبیت شویو سل سیمو سربېره ۵۰ نورې سیمې هم د جذبي څاه ګانو د کیندلو په موخه تثبیت کړې دي.












