د کندهار ځایي مسوولین وایي، د کرونا وبا له کبله د چمن ـ سپین بولدک لار د اوو میاشتو تړل کېدو وروسته نن په عادي ډول بېرته پرانیستل شوه. د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي وايي، سپین بولدک کې د پاکستان او افغانستان سرحدي پولیسو کمېساریو د دې لارې پر بیا پرانیستو سلا کړې او وروسته له دې خلک کولی شي د پخوا په څېر د تذکرې او شناختي کارډ په لرلو پر دې لار تګ راتګ وکړي. پاکستان شپږ میاشتې مخکې دغه لاره د کرونا وبا د مخنیوي په موخه تړلې وه چې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته یې د خلاصون لپاره پراخ لاریونونه او پرلتونه هم وشول. په دې لړ کې د تېر لوی اختر په شپه پاکستاني لوري پر افغان ځواکونو او د استوګنې پر سیمو برید هم وکړ چې ګڼو ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله واړوله.












