چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چين نړيوال وارداتي نندارتون ورخلاصون پراخوي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 5, 2024
in نړیوال خبرونه
0
د چين نړيوال وارداتي نندارتون ورخلاصون پراخوي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين اووم نړيوال وارداتي نندارتون د نومبر په ۵مې نېټې په شانګهای کې پرانيستل شو، چې د همدې مياشتې تر ۱۰مې نېټې پورې به دوام ولري.

د چين سږنی وارداتي نندارتون په نوې زمانې کې د ګډ راتلونکي په عنوان ترسره کېږي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د معلوماتو له مخې، د چين وارداتي نندارتون د وارداتو تر ټولو لوی نړيوال نندارتون دی، چې د نړۍ د ګڼو هېوادونو او سيمو شرکتونه پکې برخه لري او خپل توليدات يې پکې پېر او نندارې ته وړاندې کړي دي.

د چين د اووم نړيوال وارداتي نندارتون پراخوالی ۴۲۰ زره متره مربع ښودل شوی، چې د نړۍ ۱۵۲ هېوادونه، سيمې او سازمانونه پکې ګډون لري او په ټولو ګډونوالو شرکتونو کې يې ۲۹۷ هغه شرکتونه دي، چې ځيني يې د نړۍ د لومړيو ۵۰۰ پياوړو شرکتونو په نوملړ کې ځای لري او ځيني يې بيا په خپل سکټور کې ډېر پياوړي دي او دغه شمېر د دغه نندارتون په تاريخ کې نوی ريکارډ جوړ کړی دی.

د ګډونوالو شرکتونو په اند، هغوی د چین د لوی بازار له لارې خپلو توليداتو ته پراخ بازار موندلی او د لازياتو نویو پرمختيايي فرصتونو په لټه دي.

 چين د نړۍ دوهم لوی اقتصاد دی او په توليدي صنعت کې یې له تېرو ۱۴ کلونو راهيسې لومړی ځای نيولی او په تېرو ۷ کلونو کې يې د مالونو په سوداګرۍ کې هم لومړی ځای خپل کړی دی.

اوسمهال د نړۍ وضعيت په سخت بدلون کې روان دی او ګڼ هېوادونه د پرمختګ په برخه کې له زیاتو ننګونو سره مخ دي او د ښه پرمختګ په موخه یې د ورخلاصون او همکاريو انتخاب کړی دی.

د چين د تېرو شپږو نړیوالو وارداتي نندارتونونو په ترڅ کې ‌د ورخلاصون خپاره شوي تدبيرونه ښه پلي شوي او ښې لاسته رواړنې لري.

چين د ورخلاصون پر پراخېدو ټينګار لري او د نړيوال اقتصاد د ورخلاصون لپاره هڅې کوي.

په نړۍ کې د ورخلاصون کچه له ۲۰۰۸م کال راهيسې ټيټه شوې او د ورخلاصون تګلارې او برياليتوبونه پکې مخ په کمېدو دي، خو‌ د چين د ورخلاصون انډول بیا مخ په زياتېدو او مخکښ ځای يې نيولی دی.

د چين د کمونېست ګوند د ۲۰مې مرکزي کمېټې ۳مې عمومي غونډې پرېکړه کړې، چې هېواد به یې د لږ پرمختللو هېوادونو لپاره بازار پرانيزي او پر توکو به یې ګمرکي تعرفې پای ته ورسوي.

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د چين او افريقا د همکارۍ فورم د بېجينګ سرمشريزې د پرانيستې په مراسمو کې اعلان کړی،‌ چې د ۲۰۲۴م کال د ډسمبر له لومړۍ نېټې څخه به پر هغو لږ پرمختللو هېوادونو، چې له چين سره يې سياسي اړيکې ټينګې کړي، د صفر تعرفې تګلاره پلې کړي.

چين لومړی هېواد دی،‌ چې د پرمختيايي هېواد او د نړۍ د لوی اقتصاد په توګه يې ياد تدبیر اعلان کړی دی.

د چين نړیوال وارداتي نندارتون د دغه هېواد د ورخلاصون او هم د نړیوال اقتصاد د ورخلاصون لپاره يو مهم ډګر دی او چيني بازار او نړيوال بازار ته يې د لږ پرمختللو هېوادونو د غوره او ځانګړو توليداتو د ننوتلو لپاره يو ښه پل جوړ کړی دی.

په دغه نندارتون کې د نړۍ ۳۷ هغو هېوادونو هم ګډون کړی، چې د ملګرو ملتونو د لږ پرمختللو هېوادونو په نوملړ کې شامل دي او تصديو او شرکتونو يې خپل توليدات نندارې ته وړاندې کړي دي.

په سږني نندارتون کې د افريقايي تولیداتو ځانګړی نندارځی د تېرو نندارځيونو په پرتله ډېر پراخوالی لري او د قهوې،‌ کونځلو، ممپليو او لوبیا په شمول د افريقا ځانګړي توليدات پکې نندارې ته وړاندې شوي دي.

چين په بېلا بېلو لارو هڅې کوي، چې نړۍ ته عامه تولیدات او خدمتونه برابر او هم خپل بازار له نورو هېوادونو سره شريک کړي، نړیوال اقتصاد په سمسورتيا او خوځښت راوالي او په ګډو همکاريو نړۍ ته ګټې ورسوي.

Previous Post

سور صلیب: د افغانستان له نیمایي زیات وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري

Next Post

د چين د وارداتو نړيوال نندارتون د سوداګريز ورخلاصون او نړيوالې سوکالۍ اسانچاري کوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د چين د وارداتو نړيوال نندارتون د سوداګريز ورخلاصون او نړيوالې سوکالۍ اسانچاري کوي

د چين د وارداتو نړيوال نندارتون د سوداګريز ورخلاصون او نړيوالې سوکالۍ اسانچاري کوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

له بانکونو څخه د مشتریانو د پیسو ایستلو اندازه زیاته شوه

له بانکونو څخه د مشتریانو د پیسو ایستلو اندازه زیاته شوه

اپریل 3, 2023

Roulette Tables Uk

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ