سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د کرونا په مخنیوي کې د حکومت غفلت او د خلکو مسوولیت

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 17, 2020
in تبصرې
0
د کرونا په مخنیوي کې د حکومت غفلت او د خلکو مسوولیت
771
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

کرونا ویروس په چټکۍ سره په نړۍ کې خپرېږي. له چین وروسته یې په ایران، اروپا او امریکا کې پېښې زیاتې دي او لسګونه زره کسان پرې اخته شوي دي. د دغه ویروس یوه څپه له ایران څخه پر افغانستان هم راغلې ده. تر پرون پورې چارواکو تایید کړې وه چې ۲۱ کسان پر دې ناروغۍ اخته دي. لومړنۍ رسمي پېښې په هرات کې وې، خو اوس په نورو ولایتونو کې هم پېښې ثبت شوې دي. داسې وېره ده چې نور کسان به هم پر دې ناروغۍ اخته وي، خو له دې امله چې له زکام ناروغۍ سره یې ډېر توپیر نه کېږي، نو ځکه خلک روغتيايي مرکزونو ته مراجعه نه کوي.

له بده مرغه حکومت له دې چارې سره ناسم او له بې پروایۍ ډک چلند کړی دی. هره ورځ زرګونه افغانان له ایران څخه افغانستان ته راتلل، خو حکومت له ایران سره سرحد همداسې پرانیستی پرې اېښی و. په هرات کې د لومړنیو معایناتو لپاره یو څه وو، خو دا په هېڅ ډول کافي نه وو. لومړی خو د ناروغۍ د تشخیص لپاره تخنیکي وسایل او هڅې پوره نه وې او دویم دا چې له ایران څخه را ستنېدونکي زرګونه افغانان پرې ښودل شول چې په ټول افغانستان کې خواره شي. لومړی خو باید ډیپلوماټیکي هڅې شوې وی چې د افغانانو د دغه راتګ مخه نیول شوې وی. که دا ناشونې وه، نو پکار وه چې راتلونکي کسان د کره معاینې تر څنګ قرنطین شوي هم وی. حکومت وايي، دا کار ناشونی و او دومره امکانات نه وو، خو که اراده وی، نو امکانات پیدا کېدل. کله چې د ارګ واکمن د خپلو سیاسي او شخصي موخو لپاره میلیونه ډالره په یوه ورځ لګوي، دا هم شونې وه چې په هرات کې دا کار وشي. یا لږ تر لږه د دغو کسانو لپاره باید کورنی قرنطین توصیه شوی وی او د ولایتي ادارو پر مټ د دوی قرنطین څارل شوی وی. له بده مرغه د واک او ځواک په مستۍ کې ورکو چارواکو ولس کرونا ته پرېښود چې له بده مرغه په چټکۍ سره خپرېږي. اوس په څو ولایتونو کې دا پېښې ثبت شوې دي او داسې وېره ده چې اخته کسانو به ویروس نورو ته هم لېږدولی وي، ځکه چې دوی له نورو خلکو سره هم په اړیکه کې وو. د دې لپاره چې له ایران څخه را ستانه شوي د افغانستان ټولو ولایتونو ته تللي دي، نو په ټولو ولایتونو کې د کرونا ویروس د خپرېدو وېره ده. له بله اړخه حکومت پر دې ویروس د اخته کسانو د درملنې او آن د مؤظفو ډاکټرانو د ساتنې لپاره هم پوره او وړ تدابیر نه لري چې دا هم د ویروس له خپرېدو سره مرسته کوي.

خلکو ته پکار ده چې نور پر دولت ډېر حساب ونه کړي، دولت به خپل کار کوي، خو خلک باید له خپله اړخه کرونا ویروس جدي ونیسي. دوی باید د متخصصینو نظریاتو ته غوږ ونیسي، ټولې لارښوونې مراعات کړي، خپلې اړیکې کمې کړي، په یو ځای له را ټولېدو ډډه وکړي، د خپل بدن مقاوت لوړ وساتي، روحیه یې لوړه وي او له ټولو هغو ځایونو ځانونه لرې وساتي چې د ویروس د خپرېدو وېره پکې وي.

Previous Post

کرنې ریاست: روان کال په کندهار کې د شاتو تولید ۲۶ ټنو ته رسېدلی

Next Post

هیرودېت

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
هیرودېت

هیرودېت

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

غزني کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

غزني کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

فبروري 10, 2026
ټرمپ: د ایران ځواب «احمقانه» دی او اوربند ډېر نازک دی

ټرمپ: د ایران ځواب «احمقانه» دی او اوربند ډېر نازک دی

مې 12, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved