د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت ویلي، چې د کندوز ولایت په علياباد ولسوالۍ کې یو عمومي روغتون جوړیږي. سرچینې ویلي، دغه روغتون د ۶۹.۴ میلیونه افغانیو په لګښت پر پنځه جریبه ځمکه جوړیږي، چې د جوړېدو چارې به یې ۱۸ میاشتو کې بشپړې شي. اقتصادي معاونیت ویلي، یاد روغتون به ۳۰ بستره ولري او د داخلې، جراحۍ، ماشومانو او نسایي ـ ولادي برخو کې به روغتیايي خدمات به وړاندې کوي. د اقتصادي معاونیت په وینا، د دې روغتون په جوړېدو سره به د علياباد ولسوالۍ او شاوخوا سیمو اوسېدونکو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره شي. د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي وایي دا مهال د روغتیا په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او هیله لري چې د دې روغتون په جوړېدو سره به یې ستونزې تر یوه بریده هوارې شي.












