چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

رښتينی شينجيانګ څه ډول دی؟ بهرنيو ډيپلوماتانو ځواب پيدا کړی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 8, 2023
in نړیوال خبرونه
0
رښتينی شينجيانګ څه ډول دی؟ بهرنيو ډيپلوماتانو ځواب پيدا کړی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په چين کې د دومينيک لوی سفير مارتين چارس له شينجيانګ پنځه ورځنۍ لیدنه وکړه او د لیدنې په پای کې يې وويل، د شينجيانګ وضعيت چې له نږدې مو ليدلی، د لوېديځو رسنيو له څرګندونو سره بيخي توپیر لري.

نوموړي شينجيانګ ته دغه سفر په چين کې د ۲۴ هېوادونو له ډيپلوماتو سره په ګډه کړی او پرمهال يې د کاشغر، کوچا او اورومچي په ګډون له يو شمېر ځايونو څخه لیدنه وکړه او د ځایي دودونو او اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په اړه يې معلومات ترلاسه کړل. هغوی هلته طبيعي منظرې ښکلې، خلک مهربانه او مینه ناک او اقتصاد پياوړی بللی او هيله يې ښودلې چې زیات بهرنیان شينجيانګ ته سفر وکړي او رښتينی وضعيت يې له نږدې وګوري.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

دا د مارتين چارس او نورو ډيپلوماتانو لومړی ځل دی چې شينجيانګ ته سفر کوي. هغوی له دې سفر مخکې د شينجیانګ په اړه د لوېديځو رسنيو ډېر منفي راپورونه ليدلي دي، نو ځکه يې پوښتنه وکړه چې د شينجيانګ رښتينی وضعيت څنګه دئ؟

هغوی د جولای له ۳۱ مې نېټې څخه د اګست تر څلورمې نېټې پورې شينجيانګ ته سفر وکړ او په دې سره يې د دغې پوښتنې ځواب پيدا کړی دی.

نوموړو د دې سفر پر مهال د شينجيانګ د اوبو لګولو پروژې، کرنيزې چارې، د ازادې سوداګرۍ زونونه، هوايي ډګرونه او منظره لرونکې سيمې له نږدې وليدل او له سيمه ييزو خلکو سره يې خبرې وکړې.

همدارنګه چين کې د نيکاراګوا لوی سفير کانبير وویل، د شينجيانګ اقتصاد چټک پرمختګ موندلی او ځايي اوسېدونکي له بشري حقونو او ازادۍ ښه برخمن دي، لوېديځو رسنيو د شينجیانګ د بشري حقونو په اړه ډېر منفي راپورونه خپاره کړي، خو رښتيني وضعيت له دغو راپورونو سره بيخي توپیر لري.

په چين کې د ايران لوی سفير بختيار ولیدل چې په شینجيانګ کې ځايي بزګر د پنبې پټيو ته د اوبو ورکولو عصري سيستم او د پنبې د راټولولو ماشينونه کاروي، چې په دې سره د پنبې توليدي اندازه يې زياته او ژوند يې ښه شوی دی.

لوېديځو رسنيو راپورونه خپاره کړي وو چې په شينجیانګ کې خلک جبري کار کوي. يادو ډيپلوماتانو په دې اړه وويل، رښتينی وضعيت د لوېديځو رسنيو له راپورونو سره يو شان نه دی، ځکه په شینجيانګ کې تر ټولو عصري ماشينونه کارول کېږي. سفیر مارتين چارس وايي، د شينجيانګ مثبته بڼه باید نړۍ ته وښودل شي، څو نړيواله ټولنه خبره شي چې د لوېديځو رسنيو تبليغات جعلي او دروغ دي.

ډيپلوماتانو همدارنګه د شينجيانګ له روڼاندو او سيمه ييزو اوسېدونکو سره مخامخ خبرې وکړې. بېجينګ کې د ساموا لوی سفير مارينا وويل، د شينجيانګ وچه ډوډۍ زما ډېره خوښيږي، دلته هرڅه ډېر ښه دي. د شينجيانګ اسلامي مدرسې د لږکيو پاړکیو د کلتور او دودونو د  ساتلو لپاره ډېر ښه کار کړی دی.

يو چيني متل دی، چې وايي، رښتينی وضعيت له نږدې ليدلو وروسته معلومېږي. په دې وروستيو کلونو کې د سلو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو څه باندې ۲۰۰۰ حکومتي چارواکو، اکاډمیک څېړونکو او خبريالانو له شينجيانګ څخه ليدنه کړې او د دې سيمې اقتصادي او ټولنيز پرمختګ يې له نږدې لیدلی دی. په بېجينګ کې د ګينې ډيپلومات کابا وويل، لوېديځې رسنۍ ځکه د شينجيانګ د بدنامولو هڅه کوي، چې هغوی خپلې سياسي موخې ته رسېدل غواړي او د دې سيمې د خلکو ژوند ته هېڅ پاملرنه نه کوي.

رسمي شمېرې ښيي، چې د ۲۰۲۰م کال تر پايه په شينجيانګ کې شديدې بېوزلۍ له منځه وړل شوې دي. د روان کال په لومړۍ لسیزې کې د دې سيمې عمومي توليدي ارزښت ۸۵۴ میليارډه او ۲۰۸ ميليونه يوانه ښودل شوی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪ ۵.۱ زياتوالی ښيي. د روان کال له جنورۍ څخه تر جون پورې ۱۰۲ ميليونو سيلانيانو له دغې سيمې څخه ليدنه کړې چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله ؋ ۳۱.۴۹ زياتوالی ښيي. د سيلانیزو چارو عايدات يې ۹۲ میليونه او ۲۷۶ ميليونه يوانه ښودل شوی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪ ۷۳.۶۴ زیات شوی دی. شينجيانګ همداراز د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې مهم رول لوبوي. د روان کال له پیل څخه د جولای تر شلمې نېټې پورې د هغو بار وړونکو اورګاډو شمېر چې  د شينجيانګ د خورګوس او علاشانکو له دوو ځمکنيو بندرونو څخه تېر شوي، ۸۰۰۰ ښودل شوی چې تر ۲۰۰ زیات ډوله مالونه يې لېږد رالېږ کړي دي.

سفير مارتين چارس او نورو ډيپلوماتانو نړۍ ته خپلې تجربې ښودلي او څرګنده یې کړې چې رښتينی شينجيانګ د لوېديځو رسنيو له راپورونو سره يو شان نه دی.

Previous Post

بسام مولوي: د فلسطیني کډوالو په کمپ کې تاوتریخوالی پای ته رسېدلی

Next Post

د سوډان جګړه؛ پرونۍ نښته کې ۲۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د سوډان جګړه؛ پرونۍ نښته کې ۲۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي

د سوډان جګړه؛ پرونۍ نښته کې ۲۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د چين ايکلوژۍ ته کتنه

د چين ايکلوژۍ ته کتنه

اگست 28, 2024
ایران ته د وسلو او نظامي تجهیزاتو د قاچاق مخه نیول شوې

ایران ته د وسلو او نظامي تجهیزاتو د قاچاق مخه نیول شوې

نوومبر 19, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ