سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

زیاتېدونکي جګړه او د سولې ورکې هڅې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 3, 2020
in تبصرې
0
زیاتېدونکي جګړه او د سولې ورکې هڅې
667
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د پرله پسې جګړو، نښتو او چاودنو خبرونه دي. هره ورځ د لسګونو امنیتي ځواکونو او طالبانو د وژلو ادعاوې کېږي. حکومت طالبان ملامتوي چې بریدونه یې ډېر کړي دي، خو طالبان بیا امریکایان ملامتوي چې هوکړه یې نقض کړې او پر حکومت هم نیوکې کوي چې د سولې په لاره کې خنډونه جوړوي. که له ملامت او سلامت ور تېر شو، څه چې روښانه دي، هغه د افغانستان د خلکو د هیلو او غوښتنو خلاف د جګړې زیاتوالی دی، چې پکې د ښکېلو لورو ترڅنګ هره ورځ بې ګناه ملکي وګړي هم وژل کېږي.

 د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له هوکړې وروسته تر بل هر وخت اوس جګړه زیاته شوې ده. سره له دې چې د روژې په احترام او د کرونا د بحران له امله له ښکېلو اړخونو غوښتنه وه چې جګړه کمه کړي، خو له بده مرغه دا غوښتنه نه ده منل شوې او جګړه لا زیاته شوې ده. دواړه لوري پلمې کوي. طالبان وايي هوکړه نه عملي کېږي، خو حکومت او امریکا وايي، طالبانو تاوتریخوالی نه دی کم کړی. داسې ښکاري چې دا د جګړې د دوام لپاره یوازې پلمې دي. کله چې حکومت جنايي بندیان خوشې کوي، نو په دې کې څه ستونزه ده چې د طالب بندیانو خوشې کول چټک کړي!؟ کله چې طالبان له امریکا سره اوربند لري او د امریکا له پرله پسې سرغړونو سره سره دا اوربند نه ماتوي، نو په دې کې څه ستونزه ده چې له خپله اړخه له افغان لوري سره هم جګړه او تاوتریخوالی کم کړي!؟ مهمه دا ده چې دواړه لوري پر دې ولس زړه وخوږوي او پرېږدي چې په جګړه، غربت او کرونا کې را ګیر ولس لږ د ارام ساه واخلي. اوس د ضد وخت نه دی او دا ضد د افغانانو د وینې تویېدنې او وژنې د دوام سبب ګرځي. دا هغه وخت دی چې هر لوری له خپله اړخه باید حسن نیت وښيي. طالبان دې د یو څه وخت لپاره د حکومت کړنې هېرې کړي، له خپله اړخه دې تاوتریخوالی کم کړي او ولس او نړۍ ته دې وښيي چې دوی د سولې غوښتونکي دي. حکومت دې هم د طالبانو بریدونه هېر کړي، د بندیانو د خوشې کولو پروسه دې چټکه کړي او له خپله اړخه دې د سولې ضد څرګندونه او دریځونه پرېږدي. که یو لوری هم یو اړخیز مثبت ګامونه واخلي، بل لوری به مجبور شي، چې مثبت ګامونه واخلي. اوس د جګړې له ښکېلو اړخونو یو مثبت او د سولې حرکت هم مهم دی او مخامخ د باور په زیاتولو او د جګړې په کمولو کې رول لري. له همدې امله پکار ده چې دواړه اړخونه له خپله اړخه د مثبتو ګامونو په اخیستو او د حسن نیت په ښکاره کولو کې سیالي وکړي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د ښکېلو اړخونو اوسني دریځونه د جګړې دوام سبب شوي دي. پر دغه دریځونو ټینګار به جګړه وغځوي او د سولې په برخه کې به خنډونه هم زیات کړي. د دې وېره هم شته چې د دغه حالت دوام به یو مخ د سولې د هوکړې د له منځه تللو او د جګړې پخواني حالت ته د ور ګرځېدو سبب شي. له همدې امله پکار ده چې د سولې له اوسني فرصت څخه ګټه واخیستل شي او د جګړې مخه ونیول شي.

Previous Post

د ټولنې د اصلاح لپاره ماشومان سم وروزئ

Next Post

صدیقي: روان کال به د بغلان د پستې حاصلات د تېر په پرتله دوه برابره ډېر شي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
صدیقي: روان کال به د بغلان د پستې حاصلات د تېر په پرتله دوه برابره ډېر شي

صدیقي: روان کال به د بغلان د پستې حاصلات د تېر په پرتله دوه برابره ډېر شي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

روژه او د نرخونو د کنټرول لانجه

په ایران کې د افغان کډوالو ضد کمپاین

اپریل 6, 2022
پاکستان د واګه بندر له لارې د افغانستان پر صادراتو بندیز لګولی

پاکستان د واګه بندر له لارې د افغانستان پر صادراتو بندیز لګولی

فبروري 8, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved