د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې د دې وزارت او لسو موسسو ترمنځ د ډېرو کوچنیو، کوچنیو او منځنیو تشبثاتو د پراختیا د ملاتړ په موخه د همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک شول. یاد وزارت زیاتوي؛ د دې هوکړهلیکونو په اساس ټاکل شوې، چې دغه موسسې خپلې پروژې د څه باندې یو میلیون او ۱۳۰ زره ډالرو په ارزښت په کابل، بغلان، غور، هرات، لوګر، ننګرهار، بلخ، بدخشان او جوزجان ولایتونو کې پلې کړي.












