چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

طالبانو او افغان حکومت د بندیانو پر اعدام او معافیت ناندرۍ پیل کړې دي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 19, 2021
in افغانستان
0
طالبانو او افغان حکومت د بندیانو پر اعدام او معافیت ناندرۍ پیل کړې دي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په کابل او ولایتونو کې د نا امنیو له اوج سره هممهاله، د افغان حکومت لوړپوړي چارواکي د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو په اړه تازه څرګندونې کوي. د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د شپږنیمو بجو جلسې په تړاو په یوه خپاره کړي پيغام کې غوښتنه کړې، چې له دې وروسته دې طالب بندیان اعدام کړل شي. بلخوا طالبانو د صالح پر دې څرګندونو غبرګون ښودلی دی. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم وایي، چې په هېواد کې هر څوک په خپل زړه د چا په اړه پرېکړه نه شي کولی، بلکې دا د عدلي او قضايي ارګانونو صلاحیت دی.

تر هغه وروسته چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ په دوحه کې بین الافغاني مذاکرات پیل شول، ورسره جوخت په کابل او ځینو نورو مهمو ښارونو کې هدفي بریدونه او چاودنې هم ډېرې شوې دي. تر څنګ یې طالبانو په ګڼو ولسوالیو کې بریدونه کړي او وخت ناوخته خونړۍ جګړې کوي. تېره ورځ په هلمند او غزني کې هدفي بریدونه شوي، په کابل کې د ماین درې چاودنې شوې او وړمه شپه په کابل کې دوه کسه چې یو یې ملکي او بل یې دولتي و، د ناپېژانده کسانو په برید کې وژل شوي دي. وړمه ورځ بیا په کابل ښار کې ناپېژانده وسله والو د ښځینه قاضیانو پر موټر برید وکړ او دوې ښځينه قاضیانې یې ووژلې.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

د دې ټولو پېښو په غبرګون تېره ورځ امرالله صالح ویلي، چې دغه ډول بریدونه وسله وال طالبان ترسره کوي، نو د دې وخت دی چې د دغې ډلې بندیان باید اعدام کړل شي. د ده په خبره، د طالبانو په ګډون د ټولو هغو ترهګرو ډلو بندیان باید اعدام شي، چې د عامو خلکو په وژنو او هدفي بریدونو کې لاس لري. د ده په خبره: ((د طالبانو بندیان فکر کوي چې دوی بښل کېږي، دوی د خپلو اعمالو جزا نه ویني. د دې ستونزې د حل اساسي لار دا ده چې ځینې نیول شوي ترهګر باید اعدام شي. دوی باید اعدام شي چې د پاتې نورو لپاره د عبرت درس شي)).

د ولسمشر لومړی مرستیال د امنیتي پېښو د ډېرېدو لامل همدا بولي چې طالبان د معافیت په فکر کې دي او وسله وال یې په پوره زړورتیا په ښارونو کې ورته ترهګریز فعالیتونه ترسره کوي. هغه وړمه ورځ د جنایي جرمونو د ډېرېدو لامل هم دا بللی و چې د کرونا له وېرې حکومت ځینې جنایي بندیان خوشي کړل او دوی اوس په لارو او کوڅو کې په جنایي جرمونو بوخت دي.

د ولسمشر د لومړي مرستیال دې څرګندونو غبرګونونه هم لرلي دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې که افغان حکومت په ورته یوه کار لاس پورې کړي نو دوی هم بدیلې لارې لري. د ده په خبره: ((په داشان کړنو سره به د سولې خبرې له ستونزو سره مخ شي او دوی غواړي خپله ناکامي په دې کارونو سره پټه کړي)).

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون هم وایي چې هر څوک په خپل سر د چا په اړه پرېکړ نه شي کولی. د دغه کمېسیون په خبره، افغانستان قوانین لري، ادارات لري او دوی به د مسایلو په اړه قوانینو ته په کتو پرېکړه کوي. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د نشراتو د برخې مسوول ذبیح الله فرهنګ ویلي، د حکومت اجرایه بنسټونه د لومړي معاونیت په ګډون دغه ډول فرمانونه نه شي صادرولی. د ده په خبره: ((د قانون د پلي کېدو مسوولیت او مکلفیت د عدلي او قضایي بنسټونو کار دی، د حکومت اجرايه بنسټونه د لومړي معاونیت په ګډون د داشان حکمونو، لکه اعدام مسوولیت نه لري)).

په هېواد کې امنیتي پېښې داسې مهال ډېرېږي، چې په دوحه کې بین الافغاني خبرې روانې دي او د عامو افغانانو په باور د طالب مشرانو او افغان حکومت د چارواکو خبرې په اوسنیو شرایطو کې د سولې له روحیې سره په ټکر کې دي او دواړو لورو ته په کار ده چې د باور په فضا کې د روانې جګړې پر پای هوکړې ته سره ورسېږي.

Tags: Top
Previous Post

د خپلو نعمتونو په محدوده کې ژوند

Next Post

بینا: روان کال له کندهاره د اتو میلیونو ډالرو په ارزښت انار بهر ته صادر شوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
بینا: روان کال له کندهاره د اتو میلیونو ډالرو په ارزښت انار بهر ته صادر شوي

بینا: روان کال له کندهاره د اتو میلیونو ډالرو په ارزښت انار بهر ته صادر شوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

سږ کال کونړ کې ۹۰۰زره نیالګي کېنول کېږي

سږ کال کونړ کې ۹۰۰زره نیالګي کېنول کېږي

فبروري 5, 2025
سعودي کې درې تنه افغانان د ترافیکې پېښې له امله مړه شوي

سعودي کې درې تنه افغانان د ترافیکې پېښې له امله مړه شوي

جنوري 29, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved