چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

طالبان او حکومت یو بل د جګړو په اوږدولو او ملکي مرګ ژوبله تورنوي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 4, 2020
in افغانستان
0
طالبان او حکومت یو بل د جګړو په اوږدولو او ملکي مرګ ژوبله تورنوي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

پرون په کابل کې د وړمې ورځې د پېښې له امله د غم ټغر خپور و او په ټول هېواد کې ملي ماتم اعلان شوی و. سره له دې چې د دې خونړۍ جګړې اصلي قربانيان عام افغانان دي، خو بیا هم د جګړې ښکېل لوري یو بل د جګړو پر تودولو او د خونړیو بریدونو پر ترسره کولو تورنوي. پرون ګڼو افغان چارواکو په بېلو پیغامونو کې وسله وال طالبان د دغه برید مسوول وبلل او د دې ټولو پر وړاندې بیا زلمي خلیلزاد وویل چې برید طالبانو نه دی کړی، بلکې د طالب او حکومت د ګډ دښمن کار دی. د قربانیانو کورنۍ بیا حکومت د لومړي درجه مسوول په توګه په پېښه کې پړ بولي.

وړمه ورځ په کابل ښار کې د افغانستان پر ستر تحصیلي مرکز (کابل پوهنتون) خونړی برید وشو. وسله وال دغه پوهنتون ته ننوتل او پر محصلینو یې ډزې وکړې. تر شلو پورې محصلین او د پوهنتون استادان یې ووژل او له افغان ځواکونو سره یې اوږده نښته وکړه. دا برید په کابل کې پر امریکایي پوهنتون تر برید وروسته دویم و چې پر لویو تحصیلي مرکزونو ترسره کېږي.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

له دې پېښې وروسته ګڼو افغان چارواکو، نړیوالو بنسټونو، ګاونډیو او نورو هېوادونو غبرګونونه وښودل او دا یې ستر بشري جنایت وباله. سره له دې چې طالبان په دې برید کې لاس لرل ردوي، خو افغان حکومت ټینګار کوي چې دا برید وسله والو طالبانو کړی دی. د ولسمشر لومړي مرستیال پرون سهار په خپاره کړي پیغام کې وویل، دوی داسې سندونه او ثبتونه لري چې ګواکې پر کابل پوهنتون د وړمې ورځې برید طالبانو او حقاني شبکې کړی دی. د ده په خبره، له بریدګرو سره داسې توکي موندل شوي چې ښيي دغه کسان د حقاني شبکې غړي دي او د طالبانو تر چتر لاندې فعالیت کوي. هغه وایي: ((موږ اسناد لرو، موږ به لا ډېرې څېړنې وکړو، خو دا بریدونه په خپل ډول کې د حقاني شبکې بریدونو ته ورته دي. په کابل کې د داعش په نامه د عملیاتو پلان کوونکي د حقاني شبکې غړي دي. که طالبان هر څه ووایي، خو د دې برید مسوولین دوی دي. ځان له دې مسوولیت نه شي خلاصولی)).

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هم وایي چې د دغه برید مسوولین وسله وال طالبان دي او په خبره یې، افغان پوځ به غچ ترې واخلي. هغه زیاته کړې چې له ترلاسه شوو اسنادو ښکاري، دا برید طالبانو کړی او دغه ډله یې مسووله ده. د ده په خبره: ((طالبان په یوه پیغام ځان نه شي خلاصولی، دا یې لار نه ده چې یو پیغام خپور کړي او ووايي چې برید دوی نه دی کړی. اصلي مسوولین یې دوی دي)).

د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزي هم په ټویټ پیغامونو کې طالبان په دې برید کې ملامت بللي او په خبره یې، که دغه ډله په رښتینې توګه د عامو افغانانو د وینې درولو ته ژمنه ده او غواړي چې د دښمن لاس د افغان انسان له مرۍ لنډ شي، نو اوربند دې وکړي. د ده په وینا، طالبان پر کابل پوهنتون د برید له مسوولیت ځان نه شي خلاصولی او نه هم ځان ترې پاکولی شي، خو که رښتیا غواړي جګړه ودرېږي او د افغانانو ګډ دښمن کمزوری شي، نو باید اوربند وکړي. د ده په خبره: ((طالبان په هېڅ صورت د دې برید له مسوولیت ځان نه شي خلاصولی. باید اوربند وکړي او د دښمن لاس لنډ کړي. دا برید د بریدګرو پر تندي تور داغ دی چې په هېڅ صورت نه بښل کېږي)).

له دې ټولو ورهاخوا امریکا د طالبانو دفاع ته رادانګلي دي. زلمي خلیلزاد په خپلو ټوېټ پیغامونو کې په واضح توګه ویلي چې دا کار د طالبانو نه دی، خو طالبانو او حکومت ته په کار ده چې ژر تر ژره د سولې یو توافق رامنځ ته کړي او د ګډ دښمن پر وړاندې جګړه وکړي. هغه ویلي: ((دې برید وښوده چې دلته نورې ترهګرې ډلې هم فعالیت کوي، طالبان او حکومت دې جګړه ودروي، باید د ګډ دښمن پر وړاندې ګډه مبارزه وکړي. ژر تر ژره دې یو توافق رامنځ ته کړي)).

له دې ټولو سره سره، د قربانیانو کورنۍ چې د غم پر ټغر ناستې دي، حکومت د خلکو د امنیت لومړۍ درجه مسوول بولي. دوی له حکومت غواړي چې ژر تر ژره دې د پېښې طراحان او اصلي عاملین ونیسي، حقایق دې له خلکو سره شریک کړي او د روانې جګړې د پای لپاره دې عملي ګامونه اوچت کړي.

Tags: Top
Previous Post

هغه تمې چې له نورو څخه یې باید ونه لری

Next Post

کرنې ریاست: روان کال په ننګرهار کې د وریجو حاصلات د پخوا په پرتله ډېر شوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
کرنې ریاست: روان کال په ننګرهار کې د وریجو حاصلات د پخوا په پرتله ډېر شوي

کرنې ریاست: روان کال په ننګرهار کې د وریجو حاصلات د پخوا په پرتله ډېر شوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

چین فیليپین ته: په خپله خاوره کې منځني واټن ویشتونکي توغندي مه نصبوئ

چین فیليپین ته: په خپله خاوره کې منځني واټن ویشتونکي توغندي مه نصبوئ

دسمبر 24, 2024
روان کال له پنځه زرو زیات بهرني سیلانیان افغانستان ته راغلي

روان کال له پنځه زرو زیات بهرني سیلانیان افغانستان ته راغلي

اگست 30, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved