عرب نیوز نشریې په یوه مطلب کې په افغانستان کې وروستیو تحولاتو او د ایران هڅو ته اشاره کړې ده. دغه نشریه لیکي ایران له ټولو ممکنو لارو هڅه کوي چې په افغانستان کې نفوذ ولري او اوس غواړي واک ته د طالبانو د رسېدو له لارې په دغه هېواد کې د عراق، سوریې او نورو سیمه ییزو هېوادونو په څېر بشپړه مداخله ولري. سرچینه دغه راز وايي چې ایران له طالبانو سره پراخې اړیکې لري، په افغان حکومت کې د نفوذ په لټه کې دی او ددغه هېواد د سپاه پاسدارن ځینو غړو د ديپلوماتانو تر نامه لاندې په افغانستان کې ماموریت ترسره کړی دی. عرب نیوز وایي نړیوال باید په سیمه کې د ایران تحرکاتو ته متوجه وي او د پرمختګ مخه یې ونیسي.












