سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home پوهنتون

فجرستان د لوړو زده کړو موسسه

حمیدالله حمیدي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 20, 2021
in پوهنتون
0
فجرستان د لوړو زده کړو موسسه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

جامي پوهنتون

فجرستان د لوړو زده کړو موسسه چې په تخار ولایت کې موقعیت لري، په ۱۳۹۱ کال یې په دغه ولایت کې پر فعالت پیل کړی دی. د فجرستان د لوړو زده کو موسسې د علمي معاون ښاغلي سمیع رحماني په وینا، دوی په لومړیو کې دوه پوهنځي حقوق او سیاسي علوم او اقتصاد درلودل، خو څه موده وروسته یې له لوړو زده کړو وزارت څخه د انجنیرۍ پوهنځي جواز هم تر لاسه کړ، چې اوسمهال د دریو پوهنځیو په چوکاټ کې خپلې درسي چارې پر مخ وړي. د ښاغلي رحماني په وینا، دوی په حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي کې د قضا او څارنوالۍ او ادارې او ډيپلوماسۍ ډېپارټمنټونه، په اقتصاد پوهنځي کې د ادارې او تجارت ډېپارټمنټ او په انجنیرۍ پوهنځي کې د سېول ډېپارټمنټ لري.

د ښاغلي سمیع رحماني په خبره، دوی د فجرستان د لوړو زده کړو موسسه کې ټول شاوخوا ۱۵۰۰ محصلین لري، چې له دې ډلې یې له ۳۰ تر ۴۰ سلنې پورې ښځینه محصلینې او پاتې نور یې نارینه محصلین تشکیلوي.

ښاغلي رحماني همدا راز وویل، دوی له پیله تر دې دمه په دریو دورو کې محصلین فارغ او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي دي، چې له دې ډلې ډېری فارغ محصلین یې په دولتي یا خصوصي ادارو کې پر دندو بوخت دي.

د فجرستان د لوړو زده کړو موسسې علمي معاون ښاغلي سمیع رحماني زیاته کړه، دا چې د هېواد او هېوادوالو وضعیت او حالت ورځ تر بلې د بدلون په حال کې دی، نو د دوی د نوو جذب کېدونکو محصلینو شمېر هم هر کال توپیر کوي، داسې چې هر کال په اوسط ډول له ۲۰۰ تر ۳۰۰ پورې نوي محصلین جذبوي او د لوړو زده کړو اسانتیاوې ورته برابروي.

ښاغلي رحماني وویل، دوی خپلو محصلینو ته په مختلفو کټه‌ګوریو کې تخفیف وړاندې کوي، داسې چې خپلو هغو محصلینو ته چې د نظامي برخې کارکوونکي دي، په خپل سمیستروار فیس کې له ۴۰ تر ۵۰ سلنې تخفیف ورکوي. د نوموړي په وینا، د ډېرو نورو هغو ادارو کارکوونکو ته چې فجرستان د لوړو زده کړو موسسې تفاهم لیکونه ورسره لاسلیک کړي دي او همدا راز د ټولنې د مختلفو قشرونو او کمزوري اقتصادي او مالي وضعیت لرونکو محصلینو ته د لوړو زده کړو وزارت قوانینو او د موسسې مالي امکاناتو ته په کتو په مختلفه کچه تخفیف وړاندې کوي.

ښاغلي سمیع رحماني په خپلو خبرو کې وویل، دوی د ورځې په دریو درسي ټایمونو کې تدریسي چارې پر مخ وړي، چې یوه یې سهارنۍ دوره ده چې د سهار له شپږ نیمو پیل تر نهه بجو دوام کوي. دویمه دوره یې له نهو بجو پیل او د غرمې تر دوولسو بجو دوام کوي او درېیمه هغه یې هم ماښامنۍ دوره ده چې د ماسپښین له دریو بجو پیل او د ماښام تر شپږو بجو دوام کوي.

د فجرستان د لوړو زده کړو موسسې یاد مسوول زیاته کړه، دوی په موسسه کې د خپلو محصلینو لپاره مجهز کتابتون لري چې ډېری د تخصصي او د تحصیلي رشتو اړوند کتابونه پکې دي. د نوموړي په وینا، پر فزیکي کتابتون سربېره دوی الکترونیکي کتابتون هم لري، چې ډېر کتابونه پکې ځای پرځای شوي دي او محصلین کولای شي وخت ناوخت مراجعه ورته وکړي، مطالعه پکې وکړي او خپل د اړتیا وړ مالومات ترې تر لاسه کړي.

 ښاغلي سمیع رحماني همدا راز وویل، دوی په هېواد کې دننه او له هېواده د باندې له ځینو خصوصي او دولتي پوهنتونونو سره نېکې علمي او اکاډمیکې اړیکې لري. له هغې ډلې په تخار ولایت کې له څلورو خصوصي پوهنتونونو او همدارنګه د تخار ولایت له دولتي پوهنتون سره د متقابلو علمي اړیکو یادونه کولی شي، چې پر بنسټ یې یو له بل سره علمي تجربې او لاسته راوړنې شریکوي او له هغوی سره د شوو تفاهم لیکونو پر اساس ډېر علمي سمینارونه او ورکشاپونه دایروي او همدارنګه له هېواده د باندې د ایران هېواد له خوارزمي پوهنتون سره د متقابلو اړیکو تفاهم لیک لري، چې پر اساس یې خپل محصلین د لوړو زده کړو او ظرفیت د ارتقاع په موخه هلته استوي او هغوی ورته د لوړو زده کړو اسانتیاوې برابروي.

ښاغلي رحماني زیاته کړه، دا چې خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو ته د ډيپلومونو د ورکړې په برخه کې یو څه ځنډ موجود دی، نو دوی هم تر دې دمه خپلو فارغو محصلینو ته په لوړو زده کړو وزارت کې ثبت او راجستر شوي سرټېفیکټونه او ترانسکرېپټونه ورکړي دي څو یې له حقوقو او امتیازاتو ګټه واخلي.

د نوموړي په وینا، دوی د خپلو محصلینو د علمي سویې د لا بډاینې په موخه پر یادو شوو اسانتیاوو او خدمتونو سربېره ډېر علمي سمینارونه، ورکشاپونه او د عملي زده کړو پروګرامونه دایروي. د دې تر څنګ یې ډېر ټينګار پر څېړنیز مرکز هم کړی دی، چې په چوکاټ کې به یې محصلین د نظري زده کړو تر څنګ عملي زده کړې، کار او بازار ته لاسرسی ولري او د هغوی د درسي او کاري مهارتونو په برخه کې به لا ډېره وده او پرمختګ وکړي.

د فجرستان د لوړو زده کړو موسسې علمي معاون ښاغلي سمیع رحماني همدا راز وویل، دوی د موسسې د لا بډاینې او پرمختګ لپاره خپل پنځه کلن ستراتېژیک پلان لري، چې په ۱۳۹۹ کال کې چمتو شوی او تر ۱۴۰۳ لمریز کال پورې به دوام وکړي. د نوموړي په وینا، د یاد پلان مهم ټکي یې د موسسې لپاره د خصوصي ودانۍ رغول او همدا راز ډېرې هغه کړنې چې د موسسې، محصلینو او په ټوله کې د ټولنې د پرمختګ او لاسته راوړنو لامل کېږي، یادونه کولی شي.

ښاغلي رحماني زیاته کړه چې دوی له دولت او په ځانګړې توګه له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي څو د لوړو زده کړو د خصوصي موسسو په برخه کې لا ډېره پاملرنه وکړي. د نوموړي په وینا، د لوړو زده کړو د خصوصي موسساتو لویې ستونزې د وضع شوو قوانینو، مقرراتو او اصولو په برخه کې دي چې ډېر کله یادو موسساتو ته سخت قوانین او مقررات وضع کېږي، تر ډېره پورې ورته پوره پاملرنه نه کېږي او هغه اداري چارې چې باید پر وخت تر سره شي لکه د اسنادو وېش، د پوهنځیو د زیاتولو جواز او داسې نور، له خنډ او ځنډ سره مخ کېږي چې پر بنسټ یې یادې موسسې له ستونزو سره مخ وي او نه شي کولای چې خپلو چارو ته پر وخت رسیدګي وکړي.

Previous Post

د جګړو شدت ولسمشر غني اړ کړ چې د امنیتي سکټور په رهبرۍ کې پراخ بدلونونه راولي

Next Post

د وریجو ډېر خوراک د شکر ناروغي پیدا کوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 8, 2021
اسیا د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 1, 2021
جامي پوهنتون
پوهنتون

جامي پوهنتون

by Spogmai Radio
جولای 11, 2021
علامه د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

علامه د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جولای 4, 2021
اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جون 27, 2021
Next Post
د وریجو ډېر خوراک د شکر ناروغي پیدا کوي

د وریجو ډېر خوراک د شکر ناروغي پیدا کوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

نوې لار خپرونه/ بین الافغاني مذاکرات

نوې لار خپرونه/ بین الافغاني مذاکرات

سپتمبر 15, 2020
د روسیې په هوايي برید کې ۳۴ اوکراینیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د روسیې په هوايي برید کې ۳۴ اوکراینیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

سپتمبر 25, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved