د سرپرست حکومت اداري مرستيال د قرغيزستان د اقتصاد او سوداګرۍ له وزير امان ګلديف دانيار سره په کتنه کې د ياد هېواد له سوداګرو غوښتي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي. د قرغيزستان وزير په افغانستان کې پانکونې ته چمتووالی ښودلی او زياته کړې يې ده چې هېواد يې لېوالتيا لري چې له افغانستان سره په سياسي، فرهنګي او اقتصادي برخو کې خپلې اړيکې پراخې کړي.











