چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

له روانو جګړو وروسته به سوله ارزښت ونه لري

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 2, 2021
in تبصرې
0
په ښارونو کې جګړه؛ د چا پر ضد ده؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د هرات، هلمند، کندهار او څو نورو ولایتونو له مرکزونو او ښارونو د سختو جګړو خبرونه ورکول کېږي. په دغو ښارونو کې د طالبانو او دولت تر منځ سختې نښتې شوې دي، چې پکې دواړو اړخونو ته د مرګ‌ژوبلې تر څنګ، ملکي وګړو ته هم درنه مرګ‌ژوبله اوړي. طالبان په ښارونو کې جګړه کوي او د خلکو کورونه او کوڅې د جګړې لپاره کاروي، دولت هم همدا کار کوي او له پاسه پر ښارونو هوايي بریدونه او بمبارۍ کوي.

وېره دا ده چې که دا حالت دوام وکړي، ډېرې ناوړه پایلې به ولري. په ښارونو کې جګړه له دې امله ملکي وګړو ته ډېره مرګ‌ژوبله اړوي چې په کمه سیمه کې ډېر خلک اوسېږي او د کلیوالو سیمو په شان غرونه، باغونه او نور پټنځایونه هم نشته چې خلک پکې خوندي شي. له همدې امله ملکي وکړو ته درنه مرګ‌ژوبله اوړي. له بله اړخه ښارونه ورانېږي، کاروبار پکې په ټپه درېدلی دی، برښنا نشته، مخابراتي خدمتونه له ستونزو سره مخ دي، د خوراکي او لومړنیو توکو پلورنځي تړل شوي، خلک له اقتصادي ستونزو او لوږو سره مخ دي او په واقعي مانا دا ښارونه د یو ستر بشري ناورین لوري ته روان دي. که حالت همداسې دوام وکړي، زموږ ښارونه به د سوریې د ښارونو له برخلیک سره مخ شي. په ښارونو کې دا جګړه په هېڅ ډول نه توجیه کېږي او نه هم ښارونه د یو بل د ماتولو ځایونه دي. له همدې امله پکار ده چې په ښارونو کې دا جګړه ژر تر ژره ودرول شي.

دواړه لوري چې تل سیاسي جوړجاړي ته د تیارۍ ادعا کوي، باید درک کړي چې همدا اوس د سولې وخت دی او په ښارونو کې له روانې جګړې وروسته به سوله نه مانا ولري او نه هم ارزښت. کله چې ښارونه کنډواله شي، خلک بې ځایه او کډوال شي، ووژل شي، لوږې او تندې پرې راشي او هر څه تباه شي، بیا نو سوله هېڅ مانا او ارزښت نه لري. سوله هغه وخت ارزښت لري چې د جګړې مخه ونیسي او په ځانګړي ډول د دې خونړۍ او ورانوونکې جګړې چې اوس زموږ ځینې ښارونه ورسره مخ دي او نورو ښارونو ته یې د لېږد وېره هم شته. که دا جګړه دوام وکړي او هغسې څه تکرار شي لکه په سوریه کې چې وشول، نو نه به بیا سوله اهمیت ولري او نه به هم د جګړې یو لوری د دې ورانۍ او تباهۍ له مسوولیت څخه ځان وژغورلی شي.

اوس د دې وخت دی چې د سولې خبرې په جدیت پیل شي، پرمختګ پکې وشي، اوربند وشي او سولې ته لاره هواره شي. څومره ژر چې کېدلی شي او په هره معقوله قربانۍ چې کېدلی شي، باید په ښارونو کې دا جګړه ودرول شي. د ښکېلو لورو مسوولیت دی چې د خلکو او هېواد په اړه فکر وکړي، له ضد، شخصي ګټو، پردیو ته له وفادارۍ، د واک له مینې او له خپلو خلکو سره له دښمنۍ را وګرځي، جګړه ودروي او ژر تر ژره یوه داسې سوله وکړي چې جګړه ختمه کړي او افغانستان له تباهۍ او ورانۍ وژغوري.

Previous Post

د یوې پیاوړې او خارق العاده ورځې د پیلولو لپاره مثبتې جملې

Next Post

ولسمشرغني: د فساد مخه ونیسئ، نړیوالو همکارانو ته مو نور مه شرموئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
ولسمشرغني: د فساد مخه ونیسئ، نړیوالو همکارانو ته مو نور مه شرموئ

ولسمشرغني: د فساد مخه ونیسئ، نړیوالو همکارانو ته مو نور مه شرموئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

کندهار؛ په خاکریز ولسوالۍ کې د اوبو ۲ بندونه جوړ شوي

کندهار؛ په خاکریز ولسوالۍ کې د اوبو ۲ بندونه جوړ شوي

مې 20, 2025
هرات کې ۳۵۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

هرات کې ۳۵۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

جولای 7, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved