د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي چې په هېواد کې د جګړو او ناامنیو زیاتېدو د افغانستان ګاونډي او سیمهییز هېوادونه اندېښمن کړي او له همدې کبله دغو هېوادونو د خپل امنیت د ټینګښت په موخه له افغانستان سره ګډې پولې ته نږدې، ځینې اقدامات هم پیل کړي دي.
حمدالله محب وايي چې روسیې ته د وروستي سفر پر مهال د دغه هېواد چارواکو ورسره په افغانستان کې پر ډېرېدونکې نا امنۍ اندېښنه ښودلې، خو نوموړی ډاډ ورکوي چې له دغو هېوادونو سره به په ګډه د ټولو هغو ګواښونو پر وړاندې کوټلي ګامونه اوچت کړي، چې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو امنیت ګواښي. نوموړی دغه راز زیاتوي: « هغه هېوادونه چې زموږ او ستاسو همسایه دي او دوست هېوادونه دي، دوی ډېر تشویش لري، چې که خدای ناخواسته دلته نا امنۍ زیاتېږي، د دوی پر امنیت هم ناوړه اغېز لري، موږ له دوی سره په تماس کې یو، ترڅو په ګډه د دغو ګواښونو پر وړاندې مقابله وکړو.»
د محب په خبره، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته تمه دا وه چې د سولې خبرې به ژر یوې پایلې ته ورسېږي، خو د ده په خبره، طالبانو د سولې پر ځای پر جګړې تمرکز ډېر کړی دی. محب دغه راز وايي چې امنیتي ځواکونه چمتووالی نیسي تر څو هغه سیمې بېرته تر خپلې ولکې لاندې راولي، چې په تېرو څو اونیو کې یې د جګړو د شدت له کبله ترې شاتګ کړی و. د محب په وینا: «زموږ او د افغانانو تمه دا وه چې د بهرنیانو په وتلو سره طالبانو ته د جګړې د دوام بهانه نه پاتې کېږي، خو دوی د دې ټول خلاف جګړې زیاتې کړې… دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت ریاست په ګډه کار کوي، ترڅو له لاسه وتلې سیمې بېرته ونیسي».
محب داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې په دې وروستیو کې د هېواد په شمالي ولایتونو کې جګړې شدیدې شوي او ګڼې سرحدي ولسوالۍ او د شېرخان بندر د طالبانو لاس ته لوېدلي دي. بلخوا تاجکستاني رسنیو هم په دې وروستیو کې راپور ورکړ، چې د افغانستان په شمال کې د جګړو د شدت له کبله تر زر ډېر افغان پوځيان د تاجکستان خاورې ته اوښتي او یاد هېواد هم له افغانستانه د امنیتي ګواښونو د دفع کولو په موخه خپل ۲۰ زره ځواکونه ګډې پولې ته نږدې ځای پر ځای کړې دي.
د جګړو او نامنیو له ډېرو سره جوخت په دوحه کې د افغان سولې د مذاکراتي ټیمونو ترمنځ ناستې هم پیل شوې دي. د سولې وزارت چارواکي وايي چې د دواړو ټیمونو تماس ډلو او غړو ترمنځ مکررې ناستې روانې دي او دوی هڅې چې دغه خبرې یوې مطلوبې پایلې ورسوي. د دغه وزارت ویانده ناجیه انوري زیاتوي: « د دواړو مذاکراتي ټيمونو د تماس ډلو ترمنځ ناستې په دوحه کې دوام لري، همدارنګه د داخلي پلاوو ترمنځ هم هره ورځ ناستې کېږي، زموږ هڅه دا ده چې دا پروسه یوې مطلوبې پایلې ته ورسېږي».
د افغان جګړې او سولې په تړاو دا څرګندونې داسې مهال دي، چې وسله وال طالبان ادعا کوي، په تېرو دوو میاشتو کې یې له سلو زیاتې ولسوالۍ نیولي چې ډېری دغه ولسوالۍ د هېواد په شمال ولایتونو کې دي.










