د ملي مصالحې عالي شورا وایي د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مذاکراتو کې به پر جمهوري نظام هېڅ راز بحث ته تیار نه شي ځکه دغه نظام باید پر خپل ځای وي. ددغه شورا مرستیال اسدالله سعادتي وایي په افغانستان کې باید د خلکو په رایه واک ته رسېدل پر خپل ځای وي او دا د بحث وړ موضوع نه ده. نوموړي دغه راز ویلي چې روان مذاکرات به له ګڼو ناندریو ډک وي ځکه اوربند د افغان حکومت د لیست په سر کې دی خو د طالبانو دلېست په پای کې دی. هغه وايي اوربند د هر افغان لومړنۍ او مهمه غوښتنه ده او له دې غوښتنې به په شا نه شي. سعادتي هیله څرګنده کړې چې مذاکرات ژر تر ژره یوې پایلې ته سره ورسېږي او دلته روانه جګړه ختمه شي.











