امریکا دې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو له خوا د بشري حقونو د نقض په اړه نړیوالې ټولنې ته ځواب ووايي. د شاوخوا څلوېښتو هېوادونو شنونکو، د بشري حقونو فعالانو او خبریالانو په یوه انلاین کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې په تېره شل کلنه جګړه کې امریکا په ځلونو په افغانستان کې بشري حقونه نقض کړي دي او ملکي وګړي یې وژلي. دوی وایي ددې وخت دی چې امریکا ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې ته د بشري حقونو د نقض په اړه ځواب ووايي. دغه ډلې په انلاین توګه د چین په یوه پوهنتون کې د بشري حقونو په تړاو په جوړ شوي کنفرانس کې ګډون کړی و او امریکا یې په افغانستان کې د بشري حقونو ستره نقضوونکې بللې ده. په دې کنفرانس کې له فرانسې، نیپال، جاپان، چین او نورو هېوادونو ګډونوالو وینا کړې وه او له ملګرو ملتونو په تېره د بشري حقونو له نړیوال سازمان یې غوښتي چې د امریکا پر تېرو کړنو دې چوپ نه پاتې کېږي.












