د روان لمریز کال له پيل راهیسې د هلمند د بست د پنبې او نباتي غوړیو په تولیدي شرکت کې څه باندې ۲۰۰ ټنه غوړي تولید شوي دي. په تېرو دوو کلونو کې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته د دغه شرکت د تولیداتو د صادراتو ځنډېدو او له نورو هېوادونو د غوړیو وارداتو د بست نباتي غوړیو د دولتي شرکت د تولیداتو د پلور په چارو منفي اغېز کړی دی. د هلمند اوسېدونکي هم له نورو هېوادوالو غواړي، چې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په پار دې، د بهرنیو محصولاتو پر ځای د کورنیو شرکتونو د تولیدي توکو استفاده وکړي. د هلمند سوداګرۍ او پانګونې خونې هم له سوداګرو سره د ناستو په لړ کې پرېکړه کړې چې په دغه ولایت کې تولیدوونکو نباتي غوړیو ته به په نړۍواله کچه بازار موندنه وکړي. هلمند کې دامهال د پنبې د پروسس ۵۶ کارخونې فعالې دي، چې سلګونه کسانو ته پکې د کار زمینه هم برابره شوې ده.











