د هند بهرنیو چارو وزارت د سیمه ییزو چارو عمومي مدیر، جي پی سنګ د افغانستان بهرنیو چارو وزارت کې له ځینو افغان سوداګرو سره کتلي او د دواړو هېوادونو تر منځ یې د اقتصادي او ټرانزیټي مسایلو په ګډون افغان سوداګرو ته د وېزو صادرولو په برخه د ستونزو په اړه خبرې کړي دي. بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دغه کتنه کې افغان سوداګرو چابهار بندر کې شته ستونزو ته په اشارې له هندي لوري غوښتي څو د افغانستان او هند تر منځ د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونه له منځه یوسي. ورتهمهال د هند ځانګړي استازي د افغانستان او هند ترمنځ سوداګریزو ستونزو ته د جدي پاملرنې ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره د چابهار بندر له لارې سوداګرۍ ته وده ورکړي.












