د میدانوردګو د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي چې د یوه کس په شخصي لګښت د دغه ولایت د سیداباد ولسوالي په «اونخي درې» سیمه کې تخصصي روغتون ته د یونیم میلیون ډالرو په ارزښت ودانۍ جوړه شوه. د دغه ولایت د عامې رییس ډاکټر زرک ځېرک وايي، دا ودانۍ د جمال خان کورنۍ له لوري په عصري او پرمختللي ډول جوړه شوې چې نن رسما عامې روغتیا ریاست ته وسپارل شوه. ځېرک زیاته کړه، دغه ودانۍ کولای شي چې د زون په کچه ناروغانو ته په بېلابېلو برخو کې خدمات وړاندې کړي. ده زیاته کړه، هڅه کوي چې ددغه روغتون لپاره ډونر پیدا کړي څو پورې ناروغانو ته په بېلابېلو برخو کې پرمختللي خدمات وړاندې کړي.











