چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

وسله والو غلاوو، هدفي بریدونو او چاودنو د خلکو ژوند تریخ کړی دی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 5, 2020
in افغانستان
0
وسله والو غلاوو، هدفي بریدونو او چاودنو د خلکو ژوند تریخ کړی دی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

سره له دې چې په قطر کې د سولې مذاکراتي ټیم د اوربند په رامنځ ته کولو ټینګار کوي، خو په کابل او ولایتونو کې خونړۍ جګړې د افغانانو ژوند تریخ کړی دی. په کابل کې بیا د جګړو تر څنګ وسله والې غلاوې او مافیايي کړۍ نور هغه عوامل دي چې پر خلکو یې لاره ورکه کړې او د ژوند نظم یې ور ګډوډ کړی دی. بلخوا امنیتي ادارې په تشو ژمنو د خلکو د ارامولو هڅه کوي او ځانونه بریالي ښيي. د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم پر زیاتېدونکې نا امنۍ او هدفي بریدونو اندېښنه ښيي.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په پلازمېنه کابل کې درې بریدونه وشول او یو ځای پر ځای شوی ماین هم د امنیتي ځواکونو له لوري خنثی کړل شوی دی. د راپورونو له مخې، د کابل ښار د ۱۶مې حوزې د چکري د تېل ټانک ته څېرمه ناپېژانده وسله والو د لویې څارنوالۍ پر دوو کارکوونکو برید وکړ او ویې وژل. وسله وال له برید وروسته په تېښته بریالي شول، خو د سیمې خلکو د دې پېښې په غبرګون کې لاریون وکړ. خلک وایي، چې حکومت یې د امنیت په تامین کې ناکام دی او ژمنې یې تش په نامه دي. له دې سره هممهاله د کابل ښار د اتمې حوزې اړوند له هېوادوال بلاکونو سره څېرمه پر یوه موټر د چسپکي ماین چاودنه وشوه چې یو کس پکې ووژل شو او دوه نور ټپیان شول. تېر ماښام بیا د کابل ښار د میرویس میدان په سیمه کې هم درنه چاودنه وشوه چې په اړه نور معلومات ور نه کړل شول.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

د دې ټولو مسایلو تر څنګ د کابل ښار کوڅې د وسله والو غلو او مافیاوو په محاصره کې وي. کابل ښاریان په ډاډه زړه تګ راتګ نه شي کولی او دا ډلې هره ورځ خلکو ته تلفات اړوي. تېره ورځ د کابل ښار په بګرامیو کې وسله والو غلو د محصلینو موټر درولی و او د نغدو پیسو په ګډون یې ټول توکي ترې وړي وو. دا ټول هغه څه دي چې د کابل د پولیسو په کمزورۍ دلالت کوي.

له دې سره جوخت د بشري حقونو خپلواک کمېسیون بیا په هېواد کې زیاتېدونکی تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ بولي. دغه کمېسیون تېره ورځ په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۹۴۵ ملکي کسان د هدفي وژنو قرباني شوي چې له دې ډلې ۵۳۳ یې وژل شوي او ۴۱۲ نور ټپیان دي. د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي چې د ملکي وګړو وژل او د دوی په نښه کول ستر بشري جنایت دی او دواړو لورو ته په کار ده چې د ملکي وګړو ژوند ته متوجه خطرونه له منځه یوسي. د سرچینې په خبره: ((د تاوتریخوالي دوام، د ملکي وګړو په نښه کول، هدفي بریدونه او خونړۍ جګړې د سولې له روانو هڅو سره په ټکر کې کړنې دي چې له دې سره هممهاله هدفي بریدونه هم ډېر شوي او کمېسیون یې په کلکو ټکو غندي)).

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د جګړې له ښکېلو لورو غوښتي چې ټولو نړیوالو بشردوستانه اصولو ته درناوی وکړي او د کمېسیون هغه غوښتنې ته پام وکړي چې له مخې یې اوربند او د تاوتریخوالي کمول باید کم کړل شي.

یاد کمېسیون دغه راز له حکومت هم غوښتي چې د خپلو خلکو د خوندیتوب لپاره دې هڅې ډېرې کړي. د دغه کمېسیون په اعلامیه کې راغلي چې حکومت د خپلو وګړو په ساتلو مکلف دی او دوی باید د عامو وګړو، مذهبي اقلیتونو، دیني علماوو او بشري حقونو د مدافعانو امنیت تامین کړي.

بلخوا د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال بیا تېره ورځ د کابل ولایت له امنیتي مسوولینو او د حوزو له آمرینو سره په لیدنه کې له دوی غوښتي چې ژر تر ژره دې د خلکو د امنیت لپاره خپل اقدامات لا ډېر کړي. امنیتي معین ویلي چې خلک د کابل له ناوړه امنیتي وضعیت شکایت کوي او د حوزو د آمرینو دنده ده چې په دې برخه کې خپل فعالیتونه همغږي او پراخ کړي.

Tags: Top
Previous Post

د دوحې په پروسه کې ځنډ؛ د څه لپاره؟

Next Post

سوني د پلې اسټېشن۵ د خرڅلاو نېټه اعلان کړه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
سوني د پلې اسټېشن۵ د خرڅلاو نېټه اعلان کړه

سوني د پلې اسټېشن۵ د خرڅلاو نېټه اعلان کړه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

اوچا: تېرو ۹ میاشتو کې مو ۲۴،۳ میلیونه افغانانو ته مرستې رسولې دي

اوچا: تېرو ۹ میاشتو کې مو ۲۴،۳ میلیونه افغانانو ته مرستې رسولې دي

نوومبر 29, 2022

وانګ يي به د چين او ارام سمندر د ټاپوګانو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د درېيمې غونډې مشري وکړي

مې 22, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved