ولسمشر غني له افغانستان د یونسیف د یوه مهم چارواکي د وتلو امر کړی دی. د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال ویلي چې ولسمشر غني په افغانستان کې د یونسیف پولیو د برخې مسوول ته وتلو امر کړی دی. د مینه پال په وینا محمد محمدي د ولسمشر له احکامو سرغړونه کړې ده او د هغه د اوامرو پر وړاندې یې بې پروایي کړې. مینه پال وایي ولسمشر امر کړی چې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې باید محمد محمدي له افغانستان ووځي. یونسیف د ماشومانو د ساتنې او په دې برخه کې د مرستو لپاره د ملګرو ملتونو یوه څانګه ده چې له اوږدو کلونو راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي. ملګرو ملتونو تر اوسه پر دې پرېکړه غبرګون نه دی ښودلی.












