چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د ولسوالیو د سقوط تر شا څه دي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 8, 2021
in تبصرې
0
د سولې نامعلوم برخلیک او د هدفي وژنو دوام
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په داسې حال کې چې امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه وځي، طالبان پرله‌‌پسې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ولسوالۍ لاندې کوي. طالبانو په دې وروستیو کې ۱۵ ولسوالۍ نیولې دي چې د فاریاب قیصار، د ارزګان ګیزاب او د غور شهرک ولسوالۍ یې پرون او وړمه ورځ ونیولې. د ځینو نورو ولسوالیو د نیولو لپاره هم جګړه روانه ده او ښايي دا شمېره لوړه شي. حکومت وايي دا تکتیکي په شاتګ دی، خو نیول شوې ولسوالۍ لا هم د طالبانو په لاس کې دي. ډېرې ولسوالۍ له جګړې پرته نیول شوې، خو ځینې یې بیا له سختو جګړو او مرګ‌ژوبلې وروسته د طالبانو لاسته لوېدلې دي.

د طالبانو لخوا د ولسوالیو پرله‌پسې نیول څه ښيي او پایله به یې څه وي؟

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

په ډېری دغو ولسوالیو کې کلي او بانډې له وړاندې له طالبانو سره دي او د ولسوالیو مرکزونه له حکومت سره دي. د دغو ولسوالیو په ځینو نورو سیمو کې هم نظامي مرکزونه شته، خو له ولسوالۍ او دغو مرکزونو سره د خلکو اړیکه پرې ده. نه خلک دغو مرکزونو ته ورځي او نه هم دا مرکزونه او ولسوالۍ د خلکو د امنیت او نورو چارو لپاره کوم کار کوي. دا مرکزونه یوازې خپل ځان ساتي او په سختۍ سره اکمالېږي. د دغو مرکزونو تمویل او تجهیز د حکومت لپاره سخت شوی دی. ډېری وخت تر محاصرې لاندې وي او پر وخت ورته تجهیزات نه رسیږي او ان د خوراک او څښاک لپاره هم څه نه لري. له همدې امله دا بې ګټې مرکزونه دي چې حکومت پرې یوازې لګښت کوي او نوره کومه ګټه نه لري. دا یوازې په شمېر کې راځي چې وویل شي طالبانو پر څومره ولسوالیو او حکومت پر څومره ولسوالیو کنټرول لري او تر دې زیات ارزښت نه لري. په دې وروستیو کې همدا مرکزونه طالبانو د سیمه‌ییزو خلکو په منځګړیتوب نیولي او امنیتي ځواکونو ته ترې د خوندي وتلو لاره برابره شوې ده او یا هم له سختو جګړو او مرګ‌ژوبلې وروسته نیول شوې دي.

د ولسوالیو دا سقوط ښيي چې حکومت نور نشي کولی چې هلته خپل ځواکونه وساتي او په دې ډول هغه ځایونه پرېږدي او تمرکز د ولایتونو پر مرکزونو او ښارونو کوي. طالبان هم په دې سره خپله جغرافیه پراخوي او ځان ته خوندي مرکزونه جوړوي. په دې سره کلي او ډېری ولسوالۍ طالبانو ته ور پاتې کېږي، خو ښارونه او د ولایتونو مرکزونه به له حکومت سره وي. که څه هم حکومت به هڅه وکړي چې ښارونه او د ولایتونو مرکزونه وساتي، خو طالبان به بیا هم بریدونو ته دوام ورکړي. په دې ډول د جګړې کرښې له ولسوالیو څخه د ولایتونو مرکزونو او د ښارونو څنډو ته را رسېږي، چې دا چاره به د پراخو ځاني زیانونو تر څنګ، په ښارونو او د ولایتونو په مرکزونو کې د نورو ستونزو لامل هم شي.

طالبانو ته د ولسوالیو پرېښودل او یا د طالبانو لخوا د ولسوالیو نیول به نه یوازې ستونزې حل نه کړي، بلکې لا به یې زیاتې کړي. جګړه به دوام وکړي او لا به خونړۍ شي. له همدې امله ښکېلو اړخونو ته پکار ده چې د جغرافیې د پراخولو او یا د ښارونو او ولایتونو د مرکزونو د ساتلو پر ځای یو له بل سره خبرو ته کېني، د سولې خبرې جدي مخ ته یوسي او د افغانستان ستونزه د جګړې او وژنو پر ځای په خبرو او سوله حل کړي. جګړه، نه په کلي او نه په ښکار کې د حل لاره ده او یوازې وژنې او د افغانانو درد او غم زیاتوي.

Previous Post

نیویارک ټایمز: پاکستان په مشروط ډول امریکا ته پوځي اډې ورکوي

Next Post

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
نیویارک ټایمز: پاکستان په مشروط ډول امریکا ته پوځي اډې ورکوي

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

هیلې مو پر رښتیا بدلې کړئ

هیلې مو پر رښتیا بدلې کړئ

نوومبر 25, 2020

بېجینګ: اروپايي ټولنه دې د چین تورنول بند کړي

فبروري 26, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved