چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

نیویارک ټایمز: پاکستان په مشروط ډول امریکا ته پوځي اډې ورکوي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 8, 2021
in افغانستان
0
نیویارک ټایمز: پاکستان په مشروط ډول امریکا ته پوځي اډې ورکوي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته د امریکا متحده ایالتونه په دې لټه کې دي، چې د سیمې په هېوادونو کې پوځي اډې جوړې کړي او تر ټولو ډېر تمرکز یې هم پر پاکستان دی.

نیویارک ټایمز امریکايي ورځپاڼې راپور ورکړی چې امریکا له پاکستان څخه د پوځي اډو غوښتنه کړې او پاکستان هم په مشروط ډول د امریکا دا غوښتنه منلې ده. په راپور کې وړاندې راغلي،  چې د سي ای اې مشر په همدې هدف څو ځله اسلام اباد ته پټ سفرونه کړي او د امریکا دفاع وزير لويد اسټين هم له پاکستاني چارواکو سره په دې اړه خبرې کړې دي. په راپور کې وړاندې راځي چې پاکستان په دې شرط امریکا ته د پوځي اډې ورکولو خبره منلې، چې هر هغه هدف چې د پاکستان له خاورې په افغانستان کې په نښه کېږي، بايد لومړی له دوی سره پرې موافقه وشي.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن له اعلان سره سم، ټاکل شوې چې د روان کال د سپټمبر میاشتې تر ۱۱مې نېټې به ټول امریکايي او نړیوال ځواکونه له افغانستانه ووځي، خو د نیویارک ټایمز په دغه راپور کې راغلي، چې امریکايي استخبارات هڅه کوي، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته په دغه هېواد کې له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې لپاره یوه تګلاره برابره کړي.

د سرچینې په خبره: « سي ای اې داسې لارې لټوي، چې پر مټ یې په دغه هېواد کې د استخباراتو، جنګ جګړې او له ترهګرۍ سره د مبارزې معلومات راټول کړي، دا په داسې حال کې چې د سي ای اې کارپوهانو د طالبانو ورځ تر بلې زیاتېدونکي خطر خبرداری ورکړی».

که څه هم امریکا ویلي چې له افغانستانه په بشپړ ډول تر وتلو وروسته به هم دوی په سیمه کې حضور ولري او د سیمې په نورو هېوادونو کې له پرتو اډو به په افغانستان کې امریکا ته د هر ډول متوجه ګواښ پر وړاندې اقدام کوي، خو د نیویارک ټایمز په راپور کې ډېر تمرکز پر پاکستان شوی دی. په راپور کې راغلي: «سي ای اې کلونه د پاکستان په لوېدیځو غرونو کې یوه اډه لرله او له هغه ځایه یې د بې‌پیلوټه الوتکې بریدونه کول، خو په ۲۰۱۱ز کال کې چې د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې شوې، نو ورسره دا اډه هم وتړل شوه. اوس چې نو په هر ډول معامله کار کېږي، نو دا به د پاکستان حکومت ته خواشینوونکی حقیقت وي؛ ځکه چې له اوږدې مودې راهیسې له طالبانو ملاتړ کوي.»

د یاد راپور پر بنست، د امریکایي او پاکستاني چارواکو ترمنځ په خبرو کې پاکستاني لوري د اډو په بدل کې د بېلابېلو محدودیتونو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دا باید ورته په ډاګه شي، چې سي ای اې او د امریکا پوځ په افغانستان کې کومې موخې لري.

په راپور کې همدا راز راځي چې امریکایي ډيپلوماټان په سیمه کې په پخوانيو شوروي جمهوریتونو کې د اډو جوړولو احتمال لټوي، خو د روسیې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین مخالفت ته یې هم پام دی.

د نیویارک ټایمز د دغه راپور پر بنسټ، د افغانستان په هکله د سي ای اې او د امریکا د پوځ راپورونه خواشینوونکي بلل شوي، چې ‌پکې د افغانستان په جنوب او ختیځ کې د طالبانو او نورو وسله‌والو ډلو لاسته‌راوړنې یادې شوې دي. دغه راز په راپورونو کې خبرداری ورکړل شوی، چې طالبان کولی شي په څو کلونو کې کابل ونیسي او بیا به پر لوېدیځ د برید لپاره خوندي ځای ورته جوړ وي.

په پاکستان کې د امریکايي اډو په تړاو نیویارک ټایمز داسې مهال دغه راپور خپروي، چې د روان ۲۰۲۱ز کال په اپریل میاشت کې د امریکا د سي ای اې مشر ویلیام بُرنز امریکایي سناتورانو ته وویل، هر څومره چې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو نېټه رانږدې کېږي، په افغانستان کې استخباراتي معلوماتو ته زموږ لاسرسی هم ور سره کمېږي.

Tags: Top
Previous Post

روشن مخابراتي شرکت د حکومت څه باندې ۲.۳۷ میلیارده افغانۍ پوروړی دی

Next Post

د ولسوالیو د سقوط تر شا څه دي؟

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د سولې نامعلوم برخلیک او د هدفي وژنو دوام

د ولسوالیو د سقوط تر شا څه دي؟

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

دفاع وزارت وايي۷۰ الوتکې یې ترمیم کړي دي

دفاع وزارت وايي۷۰ الوتکې یې ترمیم کړي دي

نوومبر 26, 2022

د چين ستورمزلي په بریالیتوب سره بېرته ځمکې ته راستانه شول

نوومبر 29, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved