ارګ په بغلان ولایت کې د هلوټرسټ ماین پاکۍ موسسې پر کارکوونکو برید په کلکو ټکو غندلی دی. له ارګه په خپرې شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي چې وسله والو طالبانو د خپلو جنایتونو په دوام بېګاه شپه د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د هلوټرسټ ماین پاکۍ موسسې یو شمېر کارکوونکو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده. نوموړي د ماین پاکانو، د خیریه موسسو، ښوونځيو، جوماتونو، ښوونکو او محصلینو په نښه کېدل بشري ضد جنایت بللی دی. ولسمشر څرګنده کړې چې طالب ډله ځکه په ټول هېواد کې ماین پاکان په نښه کوي چې هغوی لویې لارې، کروندې او کلي له ماینونو او چاودېدونکو توکو پاکوي او په دې توګه د ملکي تلفاتو د زیاتېدو د مخنیوي سبب ګرځي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.












