چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

ولې تاوتریخوالی!؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 23, 2020
in تبصرې
0
ولې تاوتریخوالی!؟
665
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې تېره اونۍ له تاوتریخوالي ډکه وه چې طالبانو پکې ۴۲۲ بریدونه کړي دي. امنیت شورا وايي چې په دغو بریدونو کې ۲۹۱ امنیتي سرتیري وژل شوي او ۵۵۰ نور ټپیان دي. د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل په یوه خبري کنفرانس کې طالبان تورن کړي چې په دغو بریدونو کې یې په یوه اونۍ کې ۴۲ ملکي وګړي وژلي او ۱۰۵ نور یې ټپیان کړي دي. امنیت شورا وايي، له طالبانو د سولې د خبرو له امله د تاوتریخوالي د کمولو تمه وه، خو هغوی برعکس تاوتریخوالی زیات کړی دی. طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

دلته څو ټکي د یادونې وړ دي:

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

لومړی؛ خو تاوتریخوالی او د جګړې دوام د جدي اندېښنې وړ دی. روانې وژنې او جګړه په هېڅ ډول نه توجیه کیږي او بیا په داسې حال کې چې د بین الافغاني خبرو لپاره باید مناسبه فضا او باور رامنځ ته شي، جګړه او بریدونه د سولې ضد حرکت ګڼل کېدلی شي. اوس د سولې او خبرو وخت دی، نو جګړه باید که یو مخ نه درېږي، خو تر وروستي حده باید کمه شي.

دویم؛ د حکومت له خوا خپرېدونکې شمېرې دوه ډوله ستونزې لري. یو خو پکې مبالغه ښکاري او دویم پکې هڅه کېږي چې طالب د سولې ضد او جګړه‌خوښی ځواک معرفي شي. دا سمه ده چې طالبانو اوږده جګړه کړې ده، خو اوس یې سولې ته له تمایل هم سترګې نه شي پټېدلی. که موږ له ۲۰۱۴ ز کال راهیسي د ملي یووالي حکومت امنیتي پالیسي وګورو، تل هڅه کېده چې د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله پټه شي او د مرګ ژوبلې پر واقعي شمېرو خلک خبر نه شي. اوس که دا شمېرې سمې هم وي، خو همدا چې حکومت یې خپروي، دا خپله د پوښتنې وړ مسئله ده.

درېیم؛ دواړو اړخونو ته د سولې ضد کړۍ او د هغوی نور کورنۍ او بهرني ملاتړي او همفکران هڅه کوي چې د تاوتریخوالي په زیاتولو سره د سولې فضا خرابه کړي او جګړه ییز حالت واکمن کړي. له همدې امله له دواړو اړخونو باید واقعي هڅه دا وي چې دا کړۍ پيدا کړي، مخه یې ونیسي او د سوله ییزې فضا لپاره له خپله اړخه مثبت ګامونه واخلي.

د سولې دښمنان په کمین کې دي او غواړي چې افغانان همداسې ووژل شي، خو موږ باید د سولې لپاره پیاوړي ګامونه واخلو. اوس د تاوتریخوالي او جګړې وخت نه دی. اوس د نرمښت او انعطاف وخت دی. اوس د خبرو او تفاهم وخت دی او پر جګړه ټینګار د سولې په برخه کې شوي ټول پرمختګونه په اوبو لاهو کولی شي. طالبان باید په شدت سره تاوتریخوالی را کم کړي، جګړه ودروي او پرېږدي چې د سولې په برخه کې شوي پرمختګونه لا زیات شي. حکومت هم باید عملي او لفظي دواړه تاوتریخوالي راکم کړي. که ممکنه وي، سره له اوسه باید یو درېیم‌ګړی ځواک وي چې د ښکېلو اړخونو اقدامات وڅاري او تر ممکنه بریده د تاوتریخوالي په کمولو کې هڅې وکړي. اوس جګړه یوازې افغانان وژني، زموږ وروڼه باید نور ونه وژل شي، زموږ خویندي باید کونډې نه شي او نور باید زموږ ورېرونه یتیمان نه شي. له همدې امله پر دې ولس رحم پکار دی او جګړه باید ختمه شي.

Previous Post

کرنې ریاست: په پکتیکا کې د نږدې ۲۰ میلیونو افغانیو په ارزښت د ۳۹ پروژو تړونونه لاسلیک شول

Next Post

نصرت فتح علي خان

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
نصرت فتح علي خان

نصرت فتح علي خان

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د فاشيزم ضد نړیوالې جګړې د بري د اتيايمې کليزې د يادونې لپاره سمينار په ژنيو کې تر سره شو

د فاشيزم ضد نړیوالې جګړې د بري د اتيايمې کليزې د يادونې لپاره سمينار په ژنيو کې تر سره شو

سپتمبر 7, 2025
کندهار کې د سربو او جستو کان د استخراج چارې پيل شوې

کندهار کې د سربو او جستو کان د استخراج چارې پيل شوې

مارچ 31, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved