د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ د بي بي گوهر د سربو او جستو كان د استخراج چارې پیل شوي. د کندهار د کانونو ریس عبدالحنان حامد د دغه كان د استخراج د پيل پر مهال وویل د دغه کان په بدل کې بلال نصیر شرکت له کندهار څخه د اروزگان تر دهراوود ولسوالۍ سړک او بیا له دهراوود تر چهارچینو پورې ۲۵۰ کیلومتره سړک په پاخه او اساسي ډول جوړوي. دهغه په وينا په دغه کان کې هم له ۱۵ تر ۱۷ سلنه پورې ونډه به سرپرست حکومت ته وركول كيږي. د ده په خبره که چېرې قراردادي شرکت د كان ټول پروسس په کندهار کي کوي نو حکومت ته به ۱۵ سلنه ونډه ورکوي او که یې کوم بل ولايت کې کوي بیا به ۱۷ سلنه ونډه ورکوي. ده وویل، په دې کان کې د سربو او جستو ترڅنګ سره او سپین زر هم شته، خو قراردادي شرکت یوازې د سربو او جستو قرارداد لري. د دغه پروژې مسوول وايي د دغه كان ډېره ګټه به خلکو ته ورسیږي ځکه یوازې د کان کېندنې په برخه کې درې زره کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابريږي.












