وسله والو په هرات کې د پاشدان اوبو بند پر ساتونکو برید کړی دی. د راپورونو له مخې دغه پېښه نن سهار شاوخوا درې بجې شوې ده او مسوولیت یې کومې ډلې نه دی منلی. د اوبو د تنظیم ملي ادارې ویاند هم ځینو رسنیو ته تایید کړې چې وسله والو د پاشدان بند پر ساتونکو برید کړی دی او درې کسه یې وژلي دي. په پېښه کې یو کس ټپي دی او څلور امنیتي ساتونکي نادرکه دي. تر اوسه ددغه پېښې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی او نه هم امنیتي سرچینو په دې اړه رسنیو ته معلومات ورکړي دي.












