پنټاګون وايي له افغانستان د امریکايي ځواکونو د افغان همکارانو د ایستلو بهیر چټکوي. د پنټاګون ویاند ویلي له ټولو لورو او اړوندو اداراتو سره یې خبرې پيل کړې څو د هغو افغانانو د ایستلو بهیر چټک کړي چې په تېرو شلو کلونو کې یې له امریکایي ځواکونو سره کار کړی دی او ژوند ته یې ګواښونه متوجه دي. پنټاګون ویلي دوی په دې برخه کې خپلو هڅو ته ادامه ورکوي او هڅه دا ده چې ژر تر ژره دغه بهیر چټک کړل شي. تر دې وړاند د امریکا سنا له سپینې ماڼۍ غوښتي وو چې ژر تر ژره دې د امریکایي ځواکونو د افغان همکارانو د ایستلو لړۍ چټکه کړي. دمګړی شاوخوا ۱۸ زره افغانانو خپل غوښتنلیکونه امریکا ته سپارلي او د ځانګړو وېزو غوښتنه یې کړې ده.












