چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

په امريکا کې د جوماتونو شمېر د شينجيانګ تر لس سلنې کم دی

ليکوال: شي مونګ/ ژباړه زرینه؛ د چین میډیا ګروپ د پښتو څانګې خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 10, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
په امريکا کې د جوماتونو شمېر د شينجيانګ تر لس سلنې کم دی

د شيجيانګ په کشغر ښار کې عيدګاه جومات

585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

ډېرو افغانانو شينجيانګ نه دی ليدلی، خو بيا هم د دغې سيمې په اړه ډېر  نظر او توجه لري، ځکه د افغانستان واخان دهليز او د شينجيانګ تاشقورغان ولسوالي سره ګډه پوله لري، چين او افغانستان د ښه ګاونديتوب ښه سابقه لري. له بدمرغه په دې وروستيو کې ځينو غربو رسنيو د شينجيانګ په اړه ناسم خبرونه خپاره کړي دي چې په نتيجه کې يې ځيني افغانان په دغه سيمه کې پر اقتصادي او د ټولنيز پرمختګ، د ديني عقيدې پر ازادۍ او پر داسې نورو برخو د شکونو رامنځته کېدو سبب شوي دي. په حقيقت باندې هغه مهال څوک ښه پوهېدلی شي چې د هغه ځای وضعيت په خپله وګوري، نو تاسو هم که شينجيانګ ته ولاړ شئ او د نوموړې سيمې، ځای او خلکو ژوند له نژدې وګورئ، ټول شکونه به مو اوتومات له منځه لاړ شي، د غربو رسنيو رپوټونه به درته مسخره او ډرامه ښکاره شي او پرې به وخاندئ او د دوی پر بد نيت باندې به پوه شئ. زه به په دغه ليکنه کې د شينجيانګ ځيني حقيقتونه درته ښيم.

شينجيانګ چې پوره نوم يې (د شينجيانګ اويغور کورواکه سيمه) دی د چين د خاورې او جغرافيې برخه ده، د مرکزي حکومت تر ادارې لاندې دی. دغه سيمه يو مليون او ۶۶۰ زره کيلومتره مربع مساحت او کابو ۲۶مليونه نفوس لري. شينجيانګ له افغانستان څخه هم لوی او مساحت يې ترې زيات دی، خو په نفوس کې تقريبا سره برابر دي. په دغه سيمه کې زياتره خلک د اويغوري قوم دي او له دغه قوم سربېره د چين د نورو ۵۵ قومونو وګړي هم په همدې سيمه کې د اوږدې مودې راهيسې ژوند کوي. په دې سيمه کې يوه اصطلاح ده وايي، موږ ۵۶ قومونه د انار د دانو په شان سره متحد يو.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

ځينو غربي رسنيو تور لګولی چې په شينجيانګ کې د اسلام او مسلمانانو مخنيوی کيږي او د ديني عقيدې پر ازاديو باندې محدوديتونه لګول شوي دي، خو حقيقت داسې دی چې په دغه سيمه کې خلک په بشپړه توګه د خپلې ديني عقيدې په برخه کې د ازادۍ لرونکي دي او د دولت او قانون له لوري يې ملاتړ او ساتنه کيږي.

د چين حکومت د ديني عقيدې د ازادۍ درناوی او ساتنه کوي، دا يې د هېواد د يو اساسي سياست په توګه ټاکلې او پرې ټينګار يې کړی او کوي يې. د چين د اساسي قانون د شپږ دېرشمې مادې له مخې، د دغه هېواد ټول اتباع د خپلې ديني عقيدې او انتخاب ازادي لري.

هر کال په شينجيانګ کې له قران کريم سربيره د احاديثو د مشهور کتاب بخاري شريف زده کړې کيږي او هم د هان، اويغور، قزاق، قرغېز او د نورو قومونو ژبوته ژباړل او په ګڼ شمېر کې چاپ شوي دي، چې خلکو ته د ديني پوهنو او معلوماتو د ترلاسه کولو په برخه کې اسانتياوې برابرې شوې دي.

د حج مراسمو ترسره کولو لپاره د حکومتي ادارې تر ترتيب لاندې له ۱۹۹۶کال څخه تر ۲۰۱۹کال پورې هر کال په ځانګړو پروازونو کې په الوتکو کې ځايي مسلمانان د حج مراسمو لپاره لېږدول کيږي، د دې ترڅنګ هغوی ته يې روغتيايي د ژباړې اسانتياوې او خدمتونه برابر کړي دي. په ۲۰۲۰کال کې يادې چارې ځکه ځنډېدلې چې کرونا وبا رامنځته شوې لکه د نورې نړۍ د ټولو مسلمانانو په شان د خلکو تګ راتګونه محدود کړی شوي دي.

رسمي شمېرنه ښيي چې شينجيانګ ۲۴زره او ۴سوه جوماتونه او د اسلامي مرکزونو او جوماتونو ۲۹زره کارکوونکي لري. په دې حساب په امريکا کې د جوماتونو شمېر د شينجيانګ په پرتله تر لس سلنې هم کم دی. په شينجيانګ کې له مسلمانانو سربېره د پر بودايي، عيسوي او تاويزم باندې عقيده لرونکي هم شته دي او دا ټولو د خپلو ديني عقيدو ازادي د قانون له لوري ساتنه کيږي او له مساوي، برابرو حقوقو او درناوي څخه برخمن دي.

که په امريکا کې د لږکيو قومونو وضعيت ته وکتل شي، هلته به تاسو څه وګورئ او پيدا کړئ؟ ايا په دغه هېواد کې د لږکيو قومونو له خلکو سره ښه چلند کيږي؟ ولې دغه هېواد پر چين باندې بې بنسټه تورونه لګوي او د دوی اصلي موخه څه ده؟ زما په اند که د دې پوښتنو په اړه لږ فکر وکړئ، پوه به شئ.

ما په دې دوو دريو کلونو کې څو څو ځلې د ژباړونکي او کارکوونکي په توګه د افغانستان له ډېرو پلاويو سره شينجيانګ ته سفرونه کړي دي. د دغو پلاويو زياتره داسې غړي وو  چې په لومړي ځل دغې سيمې ته تلل، کله چې به دوی په موټرونو کې له هوايي ډګر څخه د ښار مرکز په لوري روان وو، د لارو پر غاړو پر دنګو ماڼيو، په ښار کې پر پراخو منظمو لارو او ځمکنيو پلونو او سمسورو بازارونو په ليدلو به حيرانېدل او ويل به يې، چې شينجيانګ د غربي رسنيو د رپوټونو په شان نه دی له ترهګريزې فضا څخه پاک دی، امن، اباد، سمسور او ډاډمن دی، ځينو يې أن دا هم ويل دوی غواړي په شينجيانګ کې ژوند وکړي او واوسيږي.

Previous Post

وکیلان: امنیتي مسوولین د خلکو د امنیت په تامین کې ناکام دي

Next Post

د ولسي جرګې غړي: د علي پور د غیر قانوني فعالیتونو او ملاتړو په اړه باید پلټنه وشي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
د ولسي جرګې غړي: د علي پور د غیر قانوني فعالیتونو او ملاتړو په اړه باید پلټنه وشي

د ولسي جرګې غړي: د علي پور د غیر قانوني فعالیتونو او ملاتړو په اړه باید پلټنه وشي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

اوکراین د ایران پر سوداګریزې بېړۍ برید کړی؛ خو ولې یې ترمنځ شخړې زور اخیستی؟

اوکراین د ایران پر سوداګریزې بېړۍ برید کړی؛ خو ولې یې ترمنځ شخړې زور اخیستی؟

جولای 27, 2026
د هلمند د ترافیکو مدیریت ۵۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

د هلمند د ترافیکو مدیریت ۵۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

جنوري 10, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved