د باميانو امنيتي مسوولينو ويلي چې ياده فابريکه د يو لړ کشفي عملياتو په ترڅ کې کشف شوې او توکي يې ضبط شوي دي. په راپورونو کې ويل شوي چې په دې تړاو دوه تنه نيول شوي او د دريو ټنو په اندازه د نشه يي توکو د پروسس خام مواد ضبط شوي دي. دا په نږدې يوه اونۍ کې د نشه يي توکو د پروسس څلورمه کارخونه ده چې په بامیانو کې کشف او ضبط کيږي. د يادونې وړ ده چې د افغانستان اسلامي امارت په وروستيو کې د نشه يي توکو پر کښت او کاروبار بنديزونه ولګول او خبرداری يې ورکړ چې که څوک له بنديزونو سرغړونه وکړي له جدي غبرګون سره به مخ شي.












