چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

په دوحه او مسکو کې د سولې بهیر د بریا لپاره هڅې روانې دي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 10, 2021
in افغانستان
0
په دوحه او مسکو کې د سولې بهیر د بریا لپاره هڅې روانې دي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

اوچا: میلیونونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري

خلیلزاد: د پاکستان وضعیت د درې کاله مخکې په پرتله لار خراب شوی

د افغانستان د سولې د هڅو چټکتیا لپاره تازه ګامونه اوچت شوي دي. راپورونه وایي چې تازه په مسکو کې د افغان سولې په اړه کنفرانس جوړېدونکی دی او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشره بیا دوحې ته تللې او هلته هڅه کوي چې د افغان سولې روان بهیر چټک شي. رسنیو ته رسېدلي معلومات ښيي چې روسیې بیا خپلې غونډې ته ګڼ سیاسیون او همدا راز د افغان حکومت مهم چارواکي وربللي دي. افغان حکومت تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

وروسته تر هغې چې د افغانستان د سولې خبرې په دوحه کې به خنډ او ځنډ سره مخ شوې د امریکا په ګډون ګڼو اړخونو هڅه پیل کړې چې په دغه خبرو کې پرمختګ راشي او اوسنی په ټپه ولاړ وضعیت بدلون وکړي. د سیمې د هېوادونو د هڅو په دوام تازه روسیې غوښتي چې د افغان سولې په اړه په مسکو کې یو کنفرانس جوړ کړي. رسنیو ته رسېدلي معلومات ښيي چې روسیه غواړي د سیمې د هېوادونو، طالبانو او افغان چارواکو او سیاسیونو له ګډون د سولې په تړاو یو کنفرانس جوړ کړي او په دې کنفرانس کې وکړی شي چې د سولې بهیر چټک کړي او د سولې په ټپه ولاړ وضعیت بدل شي.

د راپورونو له مخې تر راتلونکو اتو ورځو پورې به مسکو د داسې یوې غونډې کوربه وي چې هدف به یې د دوحې د مذاکراتو چټکتیا او د سولې په برخه کې نوي پرمختګونه وي. سرچینې وایي چې ولسمشر غني، د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله، د چین، پاکستان، ایران او امریکا استازو او د بهرنیو چارو وزیرانو ته په دې غونډه کې د ګډون لپاره بلنه ورکړل شوې ده. د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون هم بیا رسنیو ته تایید کړې چې ډاکټر عبدالله ته په دې کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده. د ده په خبره، د ملي مصالحې عالي شورا به په دغه غونډه کې د ګډون په تړاو سلا مشورې ورکړي. هغه وایي: «دې غونډې ته افغان سیاسیونو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده. د ملي مصالحې عالي شورا رییس هم د بلل شوو له ډلې دی. خو معلومه ده چې ګډون به پکې وکړي کنه».

بلخوا په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشره دیبورا لاینز هم دوحې ته تللې ده. د یوناما له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دیبورا لاینز به په دې سفر کې له طالب استازو او دغه راز د سولې په برخه کې له نړیوالو همکارانو سره وګوري. سرچینه کاږي چې په دې سفر کې به د سولې پر نورو ګامونو او دغه راز د اوسني بهیر پر چټکتیا خبرې کوي. په اعلامیه کې راځي: «په دې سفر کې به د سولې له نړیوالو شریکانو سره خبرې کېږي. د سولې اوسنی بهیر به چټکېږي».

بلخوا راپورونه وایي چې طالبان د امریکا له لوري پر نوې شریکه شوې طرحه په خبرو بوخت دي. طالبانو ته نږدې سرچینې وايي چې ښايي دوی ډېر ژر له امریکا سره پر نوې طرحه هوکړې ته ورسېږي. پخوانی طالب چارواکو عبدالسلام ضعیف وایي چې طالبان او امریکا د زندانیانو پر خوشي کولو، د بندیزونو پر لرې کولو او نورو مهمو مسایلو خبرې کوي او ښایي ډېر ژر هوکړې ته سره ورسېږي.

دغه خبرې او پرمختګونه داسې مهال دي چې امریکا هم وایي د افغان سولې د روان بهیر د بریا امکان شته دی. رویټرز تازه د امریکا د بهرنیو چارو زوارت د ویاند له خولې ویلي چې دا ځل به خلیلزاد تر اوږدې مودې پورې په دوحه کې پاتې شي او په دې سفر کې به هڅه وکړي چې د افغان سولې بهیر یوې پایلې ته ورسوي. سرچینه وایي د افغان سولې د بریا امکان شته دی او امریکا هڅه کوي ژر تر ژره روانه جګړه ختمه شي. د طالبانو پخوانی چارواکی عبدالسلام ضعیف هم په دې باور دی چې امریکا د افغان سولې د روان بهیر د بریالي کولو لپاره جدي ده او له اقداماتو یې ښکاري چې دا ځل دا بهیر پایلې ته رسول غواړي.

Tags: Top
Previous Post

د سولې وروستیو هڅو ته معقول غبرګون

Next Post

ذهني تعادل څنګه تر لاسه کړو؟

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي
افغانستان

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
اوچا: میلیونونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري
افغانستان

اوچا: میلیونونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
خلیلزاد: د پاکستان وضعیت د درې کاله مخکې په پرتله لار خراب شوی
افغانستان

خلیلزاد: د پاکستان وضعیت د درې کاله مخکې په پرتله لار خراب شوی

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
اسټرلیا له افغانستان سره له شپږ میلیونه ډالرو زیاته مرسته وکړه
افغانستان

اسټرلیا له افغانستان سره له شپږ میلیونه ډالرو زیاته مرسته وکړه

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
د کندوز ابدان دښته کې د نوي ښارګوټي جوړولو پر طرحه بحث وشو
افغانستان

د کندوز ابدان دښته کې د نوي ښارګوټي جوړولو پر طرحه بحث وشو

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
Next Post
ذهني تعادل څنګه تر لاسه کړو؟

ذهني تعادل څنګه تر لاسه کړو؟

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د بېکارۍ کمونې په موخه کابل کې د کار ملي کنفرانس جوړیږي

د بېکارۍ کمونې په موخه کابل کې د کار ملي کنفرانس جوړیږي

مې 5, 2024

چين ميډيا ګروپ د پاريس د اولمپيک لوبو تشکيلاتي کمېټې سره د همکارۍ يادښت لاسليک کړ

اکتوبر 24, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

Explorând Lumea Jocurilor de Noroc în România: O Privire Asupra Cazinourilor Online

اگست 5, 2026
Uncategorized

La Verdad Detrás de Bet300: Explorando la Legitimidad y Opciones en el Mercado Argentino

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Allure and Risks of Online Gaming at Winit Casino

اگست 5, 2026
ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي
افغانستان

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

اگست 5, 2026
امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved