د ترکیې تر کنفرانس مخکې په دوحه کې د دغه کنفرانس پر موضوعاتو او اجنډا خبرې روانې دي او هڅه کېږي، چې دغه غونډه په افغانستان کې د روانې جګړې د ختمېدو سبب شي.
بلخوا نړیوالې رسنۍ وایي، چې امریکا پر ولسمشر غني فشار ډېر کړی، څو له طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسېږي او په دې توګه د بهرنیو سرتېرو وتلو ته زمینه برابره کړي. امریکایي رسنۍ وایي، له همدې امله امریکا ټينګار کوي چې د ترکیې په هوکړه کې باید ارو مرو دواړه خواوې یوې هوکړې ته سره ورسېږي. د ملي مصالحې عالي شورا بیا تمه لري چې دغه کنفرانس روانه جګړه ختمه کړلی شي.
وروسته له هغه چې د مسکو او ترکیې د غونډو له جوړېدلو راپورونه خپاره شول، په افغانستان کې د سولې لپاره تازه هیلې پيدا شوې. دا ګنګوسې ډېرې شوې چې ګواکي دغه کنفرانسونه به د دوحې په ټپه ولاړو مذاکراتو کې تحرک رامنځ ته کړي. د مسکو غونډه کې ټولو لورو په افغانستان کې د جګړې پر پای ته رسېدو ټینګار وکړ او اوس ورو ورو د استانبول د غونډې نېټه هم نږدې کېږي. افغان چارواکي او سیاسي څېرې دغه غونډه د افغانستان لپاره برخلیک ټاکونکې بولي. سرچینې وایي چې له څو ورځو راهیسې په دوحه کې د استانبول د کنفرانس په اړه شپږ اړخیزې غونډې کېږي او د دغه کنفرانس پر اجنډا او نورو تیاریو بحث روان دی.
د راپورونو له مخې، په دغو غونډو کې ملګري ملتونه، امریکا، افغان حکومت، د طالبانو استازي، قطري چارواکي او ترکي لوری برخه لري او تر ډېره په دې بحثونه کېږي چې څنګه وکړی شي دواړه خواوې یوې هوکړې ته ورسوي او په افغانستان کې تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدي. دا چې د دې غونډو په لړ کې د اجنډا په برخه کې کوم نظریات رامنځ ته شوي، په اړه یې معلومات نه دي خپاره شوي. د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوې غړې فوزیه کوفي وايي، د بحثونو د محتوا او د دغه کنفرانس د ارزښتونو په اړه بحثونه روان دي. د نوموړې په خبره: «د بحثونو د محتوا په اړه، هغه اصول او ارزښتونه چې په ترکیه کې بحث ورباندې کېږي، دلته له شته هېوادونو سره په همغږۍ په دې اړه تیارۍ نیول کېږي».
د سولې او سیاسي څېرې بیا پر دې باور دي، چې د ترکیې تر غونډې مخکې په دوحه کې اوسنۍ روانې غونډې او لیدنې کتنې هم مهمې دي او پایلې یې د ترکیې پر غونډه مستقیم اغېز کولی شي. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په پاکستان کې افغان سفیر عبدالسلام ضعیف وايي: «که د دوحې په غونډه کې ټول اړخونه یوې پایلې ته و نه رسېږي، د ترکیې غونډه به بې ګټې او هسې سمبولیکه وي».
نړیوالې رسنۍ بیا وایي چې د امریکا حکومت پر ولسمشر غني فشارونه ډېر کړي دي. سټارز انډ سټرایپز نشریې په یوه مقاله کې ویلي چې بایډن د خپلو سرتېرو ایستلو ته ژمن دی، خو د دغې پرېکړې لپاره باید لومړی زمینه برابره کړي. سرچینه کاږي، له همدې امله د بایډن اداره هڅه کوي پر ولسمشر غني فشارونه ډېر کړي او نوموړی له طالبانو سره د هوکړې رامنځ ته کولو ته مجبور کړي. سرچینه د ولسمشر غني وروستۍ طرحه هم د امریکا د موقت حکومت د طرحې پر وړاندې یوه جوړه شوې طرحه بولي، خو وایي، پایلې به یې د وخت په تېرېدو څرګندې شي.
دلته د ملي مصالحې عالي شورا بیا د سیاسي ګوندونو له لوري د سولې د وړاندیز شوو طرحو پر توحید بوخته ده. د ملي مصالحې عالي شورا غړي او د دې شورا مطبوعاتي مسوولین وايي، د ترکیې کنفرانس کې د ګډون کوونکو کسانو پر نوملړ هم بحثونه روان دي، خو د دغو کسانو شمېر او نومونه تر اوسه نه دي په ډاګه شوي. ملي مصالحې عالي شورا وایي، تمه لري چې د ترکیې په کنفرانس کې ټول اړخونه پر یوه دایمي اوربند سره سلا شي او د روانې جګړې ختمولو ته زمینه برابره شي.












