د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ويلي، چې د امام ابوحنیفه ملي او نړیوال نندارتون پنځم پړاو به د روان کال د تلې له پنځلسمې څخه تر ۲۱مې پورې په کابل کې جوړه شي. د دې خونې مسوولین وايي؛ په دې نندارتون کې به له ۲۰ څخه د ډېرو هېوادونو استازي ګډون وکړي، چې د روسیې، هند، ترکیې او جاپان استازي به هم په کې وي. اقتصادي کارپوهان د نړیوالو سوداګریزو نندارتونونو جوړول د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د بهرنیو پانګونو د راجلبولو لپاره مهم بولي.














