د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ویلي، سرپرست حکومت هڅه کوي چې د اړتیا وړ برېښنا په هېواد کې دننه تولید او خلکو ته یې په مناسبه بیه ورکړي. نوموړي دغه خبرې د شبرغان – ارغندي د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا د لېږد پروژې د پاتې کار د پیل په مراسمو کې کړې دي او دغه راز برېښنا یې د افغانستان یوه جدي اړتیا بللې ده. د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په هیواد کې له پانګوالو غوښتي چې په دې برخه کې پانګونه وکړي. هغه زياته کړې، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د ترکمنستان برېښنا کابل ته ولېږدول شي او له هغه ځايه به سوېلي ولايتونو ته وغځول شي. بلخوا د برېښنا شرکت مسوولینو ویلي، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به شپږ میلیونه کورنۍ له برېښنا برخمنې شي.












