چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

چین د برېکس د راتلونکي پرمختګ لوری روښانه کړی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 25, 2024
in نړیوال خبرونه
0
د برېکس سرمشریزه نن د روسیې په کازان ښار کې پیلیږي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د برېکس هېوادونو د مشرانو ۱۶مه سرمشريزه د اکتوبر په ۲۳مې نېټې د روسيې په کازان ښار کې  ترسره شوه.

د سرمشریزې ګډونوالو د برېکس پر همکاريو بحثونه کړي، د کازان اعلاميه يې خپره کړې او د برېکس د همکاریزو هېوادونو د جوړېدو اعلان يې کړی دی.

You might also like

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی

د چين دولت رئيس شي جين پينګ هم په دغې سرمشريزې کې ګډون او وينا کړې او ويلي يې دي، چې برېکس به د پرمختیايي هېوادونو د پیوستون او همکاريو عمده چینل او نړیواله اداره وګرځي او د بدلونونو د هڅولو لپاره به خوځنده ځواک وښيي.

رئیس شي جین پينګ د برېکس پر ټولو غړو غږ کړی، چې د سولې، نوښت، زرغونتيا، عدالت او غوره دودونو ته کار وکړي او کلتوري برېکس دې جوړ کړي.

نوموړي یو لړ داسې ځانګړي اقدامات هم اعلان کړي، چې په نړیوالې ټولنې کې یې تاوده بحثونه راپورته کړي او عامه افکارو پرې مثبتې تبصرې کړې دي.

د چين د معاصرو نړيوالو اړيکو انسټيټيوټ د اروپا او اسيا د څېړنیز مرکز مشر دينګ شياو شينګ چین ميډیا ګروپ ته ويلي،  رئيس شي جين پينګ د برېکس سږنۍ سرمشریزې کې د دغه ميکانیزم د غړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو نړيوال مقام او پرمختيايي لارې ته اشاره کړې، چې د چين لارښوونکی رول ترې ښکاري.

د برېکس هېوادونه د نړۍ په اقتصادي تولید کې شاوخوا ۳۰ سلنه جوړوي، د نړۍ نږدې نیمایي نفوس لري او د نړۍ د سوداګرۍ حجم کې یو پر پنځمه برخه نیسي. نړۍ له برېکس څخه هیله لري، چې د سولې او پرمختګ په برخو کې لازیات خدمتونه وکړي.

نړۍ اوسمهال د سیمه ییزو شخړو او لوړو امنیتي کسرونو سره مخ ده.

چین او برازیل د اوکراین د کړکېچ  د هواري لپاره “شپږ نظريې” خپرې کړي او له پرمختیايي هېوادونو سره یې د “سولې ملګري” ډله جوړه کړې ده.

د برېکس د غړيو هېوادونو مشرانو تېر کال د فلسطين او اسرائيل د مسئلې په اړه يوه ځانګړې ويډيويي سرمشريزه ترسره کړه. دا ځل چین ” د سولې برېکس” د جوړولو وړاندیز کړی او ويلي یې دي، چې د برېکس هېوادونه دې د نوي امنیتي مفهوم د عملي کولو بېلګه واوسي او د نړیوالې سولې او امنیت په ساتلو کې دې مهم رول ولوبوي.

د چين دغه وړانديز د نړیوالې ټولنې له عمومي تمایل او تمې سره سمون لري.

اوسمهال د نړۍ شاوخوا ۳۰ هېوادونه غواړي، چې د برېکس غړيتوب واخلي او نږدې همکارۍ ورسره وکړي.

د چين او نورو غړو هېوادونو د هڅو په نتيجه کې د برېکس سږنۍ سرمشریزه کې د دغه ميکانيزم د ملګرو هېوادونو د جذبولو اعلان شوی او غړيو هېوادونو او نړيوالو عامه افکارو دا يو ډېر مهم پرمختګ بللی دی.

د روسيې او اسيا د صنعتکارانو او متشبثينو د ګډې ټولنې مشر ويتالي مانکويچ رسنيو ته ويلي، د برېکس د غړو د شمېر پراخوالی د دې ښکارندويي کوي، چې دغه  همکاريز ميکانيزم د نړیوال پرمختګ له تمايل او تمو سره سم روان دی.

نوموړي تمه ښودلې، چې “د برېکس کورنۍ” به په راتلونکي کې نور غړي هم جذب کړي او پدې سره به د نړۍ د سولې، ثبات او پرمختګ ملاتړی ځواک نور هم پیاوړی شي.

د برېکس پر جوړېدو ۱۸ کاله اوښتي او د همدې مودې همکارۍ يې د دې څرګندويي کوي، چې د دغه ميکانیزم چارې د نړۍ د پرمختګ له عمومي تمايل سره سمون لري او د سولې، پرمختګ او همکاريو په برخه کې د پرمختيايي هېوادونو ګډې هيلې منعکسوي.

د برېکس هېوادونه به په راتلونکي کې د نړۍ د څو قطبي نوي حالت او د “نوې سړې جګړې” د بحران پر وړاندې متحد او پياوړي پاتې شي او د لوړ پرمختګ نوی حالت به رامنځته کړي او د یوې غوره نړۍ د جوړولو رېښه به وګرځي.

Previous Post

ولې د جنوب ختيځې اسيا هېوادونه د برېکس د غړيتوب تمه لري؟

Next Post

شي جين پينګ: د سراسري جنوب هېوادونو ګډه سمسورتيا د سترو بدلونونو څرګنده نښه ده

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی
نړیوال خبرونه

د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
نتنیاهو: له غزې ځواکونه نه وباسو، څو حماس بې وسلې نه شي
نړیوال خبرونه

نتنیاهو: له غزې ځواکونه نه وباسو، څو حماس بې وسلې نه شي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
امریکا او ايران د هرمز تنګي پر بيا پرانيستلو يوه خوله نه دي
نړیوال خبرونه

امریکا او ايران د هرمز تنګي پر بيا پرانيستلو يوه خوله نه دي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
Next Post

شي جين پينګ: د سراسري جنوب هېوادونو ګډه سمسورتيا د سترو بدلونونو څرګنده نښه ده

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

هلمند کې د ۹۳ ښوونځيو ودانۍ رغول کېږي

هلمند کې د ۹۳ ښوونځيو ودانۍ رغول کېږي

مې 5, 2023
امیري: ټولشموله حکومتولي افغانستان سره د نړۍ د اړیکو لپاره کلي ده

امیري: ټولشموله حکومتولي افغانستان سره د نړۍ د اړیکو لپاره کلي ده

سپتمبر 23, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

Explorând Lumea Jocurilor de Noroc în România: O Privire Asupra Cazinourilor Online

اگست 5, 2026
Uncategorized

La Verdad Detrás de Bet300: Explorando la Legitimidad y Opciones en el Mercado Argentino

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Allure and Risks of Online Gaming at Winit Casino

اگست 5, 2026
ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي
افغانستان

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

اگست 5, 2026
امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved