د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، طا لبانو تایید کړه چې د مسکو د راتلونکې اوونۍ ناسته کې ګډون کوي. د روسي رسنیو د راپور له مخې کابلوف دا هم ویلي چې طا لبانو لا د خپل پلاوي غړي نه دي اعلان کړي. تر دې یوه ورځ مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هیله ښودلې وه چې طا لبان راتلونکې چهارشنبه د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي. د طا لبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې لا تر اوسه د دې غونډې په تړاو وروستۍ پرېکړه نه ده شوې. مسکو تېره مارچ میاشت هم د افغانستان په تړاو د یوې نړیوالې ناستې کوربه وو چې په کې د امریکا، روسیې، چین او پاکستان ځانګړو استازو برخه اخیستې وه.












