د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير خليل الرحمن حقاني ويلي، په پام کې لري چې داخلي بې ځایه شوې کورنۍ بېرته خپلو اصلي مېنو ته واستوي. حقاني د بشري مرستو پر و ېشلو نيوکه کړې او ویلي یې دي چې وروسته له دې هېڅ یوه موسسه د ا.ا له همغږۍ پرته پر خلکو مرستې ونه وېشي. نوموړي زياته کړه، چې ټاکل شوې داخلي بې ځایه شویو کورنیو ته په راتلونکي کال کې د کور جوړولو نومرې هم ووېشل شي. نوموړي د خپلو يادو څرګندونو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي. په افغانستان کې د وروستیو جګړو له کبله میلیونونه کسان په هېواد کې دننه بې ځايه شوي، چې له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.











