چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

افراسیاب خټک: مریکا په سیمه کې د جګړو د دوام لپاره پراخ پلانونه لري

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 6, 2021
in افغانستان
0
افراسیاب خټک: مریکا په سیمه کې د جګړو د دوام لپاره پراخ پلانونه لري
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو اعلان او په دغه هېواد کې د جګړو او نښتو ډېرېدو، په سیمه کې د امریکا د ستراتېژیو او پلانونو په اړه اندېښنې ډېرې کړې دي.

د پښتونخوا وتلي سیاستوال افراسیاب خټک په خپله یوه تازه خپره کړې مقاله کې ویلي، چې امریکا په سیمه کې د جګړو د ختمولو پلان نه لري او په خبره یې، دغه هېواد غواړي له طالبانو سره د تازه اړیکو پر مټ په ټوله مرکزي اسیا کې ناندرۍ او کشمکشونه رامنځ ته کړي.

د ده په وینا، امریکا نه غواړي په سیمه کې اقتصادي تحرک رامنځ ته شي او په ۲۱مه پېړۍ کې دوی ته نوې ستونزې وزېږي، له همدې امله په پاکستان کې د طالبانو پر مرکزونو او د دغې ډلې پر خونړیو جګړو او بریدونو سترګې پټوي. خټک ویلي، د طالبانو او امریکا د اړیکو نوی باب ښایي په سیمه کې پراخو ستونزو ته لار پرانیزي. افراسیاب خټک دغه راز وایي چې له امریکا سره پاکستان او د دغه هېواد استخباراتي ادارې هم ملګرې دي او دوی تر شدید څار او پراخو مالي مرستو لاندې طالبانو ته نوي کسان روزي او زرګونه مدرسې یې فعالې کړې دي.

خټک دغه راز ادعا کوي چې په پاکستان کې د طالبانو شاوخوا ۳۶ زره مدرسې فعالې دي، چې هره ورځ ترې لسګونه طالبان فارغېږي او له دې ډلې ډېری یې افغانان دي. خټک داسې مهال دغه ادعا کوي، چې طالبان وايي دوی د سولې او په افغانستان کې د یوه اسلامي نظام د جوړېدو په لټه کې دي. افغان حکومت هم د طالبانو جګړه د پاکستان د ګټو جګړه بولي.

بلخوا د سیاسي چارو کارپوهان بیا وايي چې امریکا په افغانستان کې د خپل ۲۰ کلن حضور پرمهال له دغه هېواد سره تل دوه ګونی چلند کړی، چې له همدې کبله افغان جګړه اوږده شوه او اوس امریکا داسې مهال له افغانستان خپل ټول ځواکونه وباسي، چې یاد هېواد تر بل هر وخت نا امنه دی او د نشه‌یي توکو کښت او قاچاق پکې اوج ته رسېدلی دی. د سیاسي چارو کارپوه شهزاده مسعود وايي، امریکا او پاکستان تل په افغان جګړې کې خپلې موخې لټولي او تر هغې چې دوی خپلو موخو ته نه وي رسېدلي، جګړې به دوام مومي او افغانان به یې یوازې بیه پرې کوي.

له دې سره جوخت ځینې بهرنۍ رسنۍ وايي چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته پاکستان په افغانستان کې د خپل نفوذ د پراخوالو هڅې پیل کړې دي.  نیوزویک مجلې ویلي چې پاکستان لا هم په افغانستان کې د خپل نفوذ له پراخولو لاس نه دی اخیستی او پرله پسې هڅې کوي چې له خپلو ملاتړو سره په همغږۍ د ځواکونو تر وتلو وروسته رامنځته شوې تشه په یو ډول نه یو ډول ډکه کړي. مجلې زیاته کړې چې پاکستان اوس تازه داسې هڅې پیل کړي چې د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې د خپلې پښې ځای ټینګ کړي او دا ښکاره خبره ده چې دا هېواد په یوازې ځان دا چاره نه شي تنظیمولی، نو ځینې سیمه‌ییز ملاتړي به هم ولري.

په افغانستان او سیمه کې د امریکا د نویو پلانونو په تړاو دا څرګندونې داسې مهال دي، چې د افغانستان د سولې پروسه ټکنۍ شوې، خو جګړې د ډېریو ولایتونو تر مرکزونو را رسېدلې دي.

Tags: Top
Previous Post

د ملي ارزښتونو کباړ

Next Post

د سولې نامعلوم برخلیک او د هدفي وژنو دوام

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د سولې نامعلوم برخلیک او د هدفي وژنو دوام

د سولې نامعلوم برخلیک او د هدفي وژنو دوام

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

پاکستان سره د لارې تړل کېدو زرګونه سوداګر زیانمن کړي

پاکستان سره د لارې تړل کېدو زرګونه سوداګر زیانمن کړي

اکتوبر 25, 2021
د امریکا نوی دفاع وزیر: سرتېري باید ژر وباسو، اوږدې جګړې باید ختمې کړو

د امریکا نوی دفاع وزیر: سرتېري باید ژر وباسو، اوږدې جګړې باید ختمې کړو

نوومبر 15, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ