چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د سولې نامعلوم برخلیک او د هدفي وژنو دوام

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 6, 2021
in تبصرې
0
د سولې نامعلوم برخلیک او د هدفي وژنو دوام
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د سولې پروسې له پڅ بهیر سره هم‌مهاله د هېواد په نږدې ټولو ولایتونو کې شدیدې جګړې روانې دي، چې هره ورځ پکې د جګړې پر ښکېلو غاړو سربېره، ګڼو ملکي افغانانو ته هم زیانونه اوړي. په ولایتونو کې پر مخامخ جګړو او نښتو سربېره، په پلازمېنه کابل او نورو لویو ښارونو کې د هدفي وژنو خونړۍ او مبهمه لړۍ هم روانه ده، چې په ښکاره توګه یې څوک مسوولیت نه مني، خو دیني عالمان، ژورنالیستان، د پوهنتون استادان، د حکومت ملکي او نظامي مامورین او دغه راز سیاسي او مخور شخصیتونه پکې په نښه کېږي. حکومت د دغو پېښو مسوول طالبان بولي، خو طالبان بیا بیا وايي چې دغه ډول وژنې د دوی کار نه دی او په خبره یې، د حکومت استخباراتي کړۍ دغه ډول وژنې کوي، ترڅو په دې سره نړیوالو ته د افغانستان وضعیت ډېر ترینګلی وښيي، د سولې پر وړاندې خنډونه جوړ کړي او دغه راز له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مخه ونیسي.

د دواړو لورو دا ډول څرګندونې او یو پر بل د تورونو او ادعاوو لګول د هېچا په ګټه نه دي، ښکېل اړخونه دې د روانې جګړې حساسیت درک کړي، ځکه روانه جګړه مطلق افغاني شوې، دواړو غاړو ته یوازې افغانان پکې قرباني کېږي، بهرنیو استخبارتي کړیو هم د جګړې د دوام او د وضعیت د لا پېچلتيا په موخه هڅې ګړندۍ کړي. افغانان له روان وضعیت ستړي شوي، جګړو ترې ډېرې قربانۍ اخیستي او د امید سترګې یې یوازې د سولې خبرو ته دي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د جګړې ښکېلې غاړې دې د افغانانو دغو غوښتنو او هیلو ته لبیک ووايي، د پردیو موخو او ګټو لپاره دې جګړه نوره نه اوږدوي، له رامنځته شوي فرصت دې ګټه پورته کړي، پر سولې دې تمرکز ډېر کړي. مهمه دا چې په اوسنیو دریځونو دې ډېر ټينګار نه کوي، بلکې د سولې خبرو د بریالي کېدو او یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره دې په خپلو دریځونو کې دې نرمښت راولي، په دوحه کې دې د سولې په ټپه ولاړ مذاکرات بېرته پیل کړي، خپلې غوښتنې دې د سولې پر مېز مخامخ یو او بل ته ووايي او تر ټولو مهمه دا چې نور دې روانې افغان وژنې او ورور وژنې ته د پای کېږدي. خو که له دې سره سره، بیا هم دواړه اړخونه پر جګړې تمرکز کوي، یوه خوا د واک د دوام لپاره جګړه اوږدوي او بله خوا د واک د ترلاسه کولو لپاره؛ زیان به یې یوازې افغانانو ته اوړي، افغانان به پکې وژل کېږي، ټپیان کېږي، کورونه به یې ورانېږي او په دې ډول به وضعیت نور هم پېچلی شي. د افغان جګړې سیمه‌يیز او نړیوال ملاتړي به ډېر شي او ان د یوې سختې کورنۍ جګړې د پیل وېره هم شته چې په هغه وخت کې به یې مدیریت د دواړو لورو له کنټروله وتلی وي او بیا به نړیوالو زبرځواکونو ته په افغانستان کې د مداخلې بهانې په لاس ورشي.

په ټوله کې روان وضعیت د هېچا په ګټه نه دی، اوس موږ د جګړې د اوږېدېدو پر ځای د جګړې پای ته رسېدو او د سولې یوه معقول تفاهم ته اړتیا لرو، داسې تفاهم چې ټول لوري پکې خپل ځانونه او حقونه خوندي حس کړي.

Previous Post

افراسیاب خټک: مریکا په سیمه کې د جګړو د دوام لپاره پراخ پلانونه لري

Next Post

سامسُنګ ارزان بیه ۵جي موبایل خرڅلاو ته وړاندې کوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
سامسُنګ ارزان بیه ۵جي موبایل خرڅلاو ته وړاندې کوي

سامسُنګ ارزان بیه ۵جي موبایل خرڅلاو ته وړاندې کوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

شي جين پينګ له روسیې څخه تر رسمي لیدنې وروسته بېجینګ ته ستون شو

مارچ 23, 2023
بلخ کې لسګونه مېرمنې له حرفوي زده‌کړو فارغې شوې

بلخ کې لسګونه مېرمنې له حرفوي زده‌کړو فارغې شوې

جنوري 27, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved