د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، په تېر یوه کال کې د بهرنیو سیلانیانو د راتګ له اړخه یې نهه دېرش میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي. د وزارت په وینا، د کورنیو سیلانیانو په شمېر کې هم د تېر کال پرتله درې برابره ډېروالی راغلی او لامل یې د ګرځندوی برخه کې د نویو پالیسیو جوړول او د اسانتیاوو برابرول په ګوته شوي. د رسمي شمېرو له مخې، په روان کال کې لرغونو او تفریحي سیمو ته د ورغلو کورنیو سیلانیانو شمېر ۲۶ میلیونه تنو ته رسېږي چې د تېر کال پرتله درې برابره زیاتوالی ښيي. د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخوانی ویاند عبدالمتین قانع وايي، د امنیت سربېره د ګرځندوی برخه کې د نوې پالیسي جوړول او په دې برخه کې د اسانتیاوو برابرول د ګرځندوی صنعت د غوړېدو لامل شوي.












