د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په ترکمنستان کې د دغه هېواد د ټرانسپورټ په چارو کې د وزیرانو شورا له مرستیال محمد خان چکيیف سره کتلي دي. د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د لېږد رالېږد پر زیاتوالي، تورغنډۍ بندر کې د رېل پټلۍ د ظرفیت لوړو او ترکمنباشي بندر کې افغان سوداګرو ته د لا زیاتو اسانتیاوو پر برابرېدو هر اړخیزې خبرې شوې دي. نوموړي همدارنګه لیکلي چې سرپرست وزیر په دې لیدنه کې ویلي باید دواړه هېوادونه د لاجورد لارې پر مسیر له نورو شریکو هېوادونو سره په همکارۍ پر هغو لارو چارو کار وکړي چې زموږ مشترک سټراټېژیک هدف د لاجوردو لارې احیا ممکنه کړي.د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند د محمد خان چکيیف له قوله لیکلي، هېواد یې چمتو دی چې د اړتیا وړ تخنیکي معلوماتو له ترلاسه کولو او هوکړې وروسته د تورغنډۍ د وسپنې پټلۍ پر سټېشن پانګونه وکړي.












