سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

افغان حکومت: مذاکرات به ژر پیل شي، اجنډا او ځای مشخص شوي دي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 12, 2020
in افغانستان
0
افغان حکومت: مذاکرات به ژر پیل شي، اجنډا او ځای مشخص شوي دي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

افغان حکومت وایي، له طالبانو سره د بین الافغاني خبرو ځای او اجنډا ټاکل شوي دي او ژر به د بین الافغاني خبرو د پيل رسمي نېټه هم اعلان کړي. د ملي مصالحې عالي شورا هیله مندي ښيي چې طالبان هم ژر تر ژره له افغان حکومت سره د خبرو لپاره تیاری وښيي او په دې توګه دوی وتوانېږي چې د لومړي پړاو مذاکراتو معلومات له رسنیو سره شریک کړي. په ورته وخت کې ویل کېږي چې اوربند او د تېرو ۱۹ کلونو لاس ته راوړنې د بحث مهم موضوعات دي. د سیمې هېوادونه هم تمه ښيي چې ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پيل شي.

وروسته له دې چې افغان حکومت د طالب بندیانو د خوشي کولو فرمان صادر کړ، تازه افغان چارواکي وایي چې بین الافغاني خبرې به ډېرې ژر په دوحه کې پیل شي. د دوی په خبره، د خبرو ځای دوحه دی او اجنډا یې هم معلومه ده چې اوربند او د تېرو ۱۹ کلونو د لاس ته راوړنو ساتل دي. د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون وایي، افغان حکومت له خپل لوري ټول موراد عملي کړي او ژر تر ژره باید بین الافغاني خبرې پيل شي. د ده په خبره، د بین الافغاني خبرو ځای او اجنډا معلومه ده، خو تمه ده چې په رسمي توګه یې د پيل نېټه هم اعلان شي. دده په وینا: ((د مذاکراتو ځای او اجنډا ټاکل شوي دي. هیله ده چې په رسمي توګه ددغه مذاکراتو د پيل نېټه هم اعلان کړو. هیله دا ده چې په لومړني فرصت کې افغان پلاوی له طالبانو سره کېني او بین الافغاني خبرې پيل کړي)).

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

د سولې په چارو کې ددولت وزارت بیا وایي چې د سولې اړوند ټول مسایل به افغان حکومت او د ملي مصالحې عالي شورا له مذاکراتي پلاوي سره شریکوي. د سولې په چارو کې د دولت وزارت همدا راز وايي چې د تېرو کلونو لاس ته راوړنې ساتل او اوربند رامنځ ته کول، د دغو مذاکراتو لومړی پړاو دی او پر دې مواردو بحث کېږي.

تر دې وړاندې بیا یو شمېر سرچینو او رسنیو راپور ورکړی و چې د روانې اګسټ میاشتې په ۱۶ مه به بین الافغاني خبرې پيل شي. ولسمشر غني هم ویلي وو چې د طالب بندیانو تر خوشي کولو وروسته به ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پيلېږي. د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین هم ویلي وو چې په راتلونکو شپږو ورځو کې به له افغان حکومت سره مخامخ مذاکرات پیلوي.

بلخوا د افغانستان د ولسي جرګې غړي هم وایي چې طالبان او افغان حکومت دې ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پيل کړي. د دوی په خبره، دغه خبرې باید مسوولانه او د قوانینو په چوکاټ کې وي او باید د تېرو لاس ته راوړنو د نابودۍ او زیانمنېدو سبب نه شي. د ولسي جرګې غړی عبدالخالق وايي: ((ټول افغانان سوله غواړي، تر څنګ یې ارزښتونه هم غواړي. دوی نه غواړي چې د سولې په نامه ارزښتونه له منځه لاړ شي. بنسټونه خراب شي، ښوونځي او تاسیسات ویجاړ شي او بیا څو کاله ناست وو چې دا هر څه له سره جوړ کړو)).

د دې تر څنګ د سیمې هېوادونه هم تمه لري چې بین الافغاني مذاکرات ژر پيل شي. چین وایي، د افغانستان په مسئله کې ښکېل اړخونه باید د سولې په تړاو پر خپلو ژمنو عمل وکړي او افغانستان ته دې دایمي ثبات راولي. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت وایي چې له افغان سولې بشپړ ملاتړ کوي او تر څنګ یې د اړتیا په صورت کې همکاریو ته هم تیار دي. ایران هم د بین الافغاني خبرو په برخه کې د همکارۍ ټټر وهلی دی. د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي ویلي چې که افغان لوری وغواړي، ایران تیار دی چې د مذاکراتو د یوه پړاو کوربه توب وکړي او په خبره یې، د سولې له پروسې هر ډول ملاتړ ته ادامه ورکوي.

Tags: Top
Previous Post

کرکټ بورډ یو شمېر شخصي اکاډمیو ته جواز پاڼې ورکړې

Next Post

له ډیورنډ دې خوا د پاکستان تحرکات او د حکومت سکوت

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
له ډیورنډ دې خوا د پاکستان تحرکات او د حکومت سکوت

له ډیورنډ دې خوا د پاکستان تحرکات او د حکومت سکوت

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

زیلینسکي: له روسیې سره په جګړه کې ۵۵ زره اوکرایني سرتېري وژل شوي

زیلینسکي: له روسیې سره په جګړه کې ۵۵ زره اوکرایني سرتېري وژل شوي

فبروري 5, 2026
د جرمني د بهرنيو چارو وزير به له چين څخه ليدنه وکړي

د جرمني د بهرنيو چارو وزير به له چين څخه ليدنه وکړي

دسمبر 7, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved