چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

له ډیورنډ دې خوا د پاکستان تحرکات او د حکومت سکوت

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 12, 2020
in تبصرې
0
له ډیورنډ دې خوا د پاکستان تحرکات او د حکومت سکوت
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په کونړ کې سیمه ییز خلک وايي چې پاکستاني ځواکونو پر افغان خاوره له توغندويي بریدونو وروسته اوس په پینځو ولسوالیو کې له کرښې دې خوا د افغانستان خاوره نوره هم لاندې کړې او اغزن سیم یې پکې تېر کړی دی. سیمه ییز خلک وايي چې د پاکستاني توغندويي بریدونو له امله خلکو خپلې سیمې پرې اېښې وې، چې اوس یې سیمې پاکستان لاندې کړي او د ډېری کسانو کورونه او ځمکې له اغزن سیمې هاخوا پاتې شوې دي. د دې تر څنګ د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې هم د پاکستان له خوا توغندویي بریدونه روان دي او ورسره پاکستاني ځواکونه له کرښې پینځه کیلومتره دې خوا راغلي او اغزن سیم یې تېر کړی دی. تر دې وړاندې ویل شوي وو چې پاکستاني ځواکونه په ځینو سیمو کې د کونړ تر سینده راغلي او اغزن تارونه یې لګولي دي.

حکومت د پاکستان د دغو تحرکاتو په اړه چوپ دی چې نه یې د مخنیوي هڅه کوي او نه یې هم په دې اړه کوم ښکاره اعتراض کړی دی. له همدې امله خلک پر حکومت نیوکې کوي او آن حکومتي مشران له پاکستان سره پر پټو معاملو تورنوي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د پاکستان دغه بریدونه، تېری او د افغان خاورې لاندې کول او بیا پرې د حکومت سکوت د جدي اندېښنې وړ دي. پاکستان له یوه اړخه په ظلم او زور د ډیورنډ کرښې په وسیله افغان خاوره لاندې کړې او اوس پر دې کرښه هم بسنه نه کوي، بلکې په ډېرو سیمو کې یې له کرښې دې خوا ډېرې سیمې لاندې کړي، اغزن سیم یې پرې لګولی او تاسیسات یې جوړ کړي دي. د حکومت چوپتیا که په هر دلیل وي، د زغم وړ نه ده. که پټه ناوړه معامله شوې وي، نو بیا خو په هېڅ ډول د توجیه وړ نه ده، خو که حکومت فکر کوي چې د غږ په پورته کولو او د پاکستان د دغو تحرکاتو د مخنیوي له لارې به دوی له ستونزو سره مخ شي او یا به نور زیان وویني، بیا هم د توجیه وړ نه ده. له بده مرغه په وروستیو کلونو کې حکومت پاکستان ته یو اړخیز امتیازات ورکوي چې په بدل کې یې افغانستان هېڅ هم نه تر لاسه کوي. د دغو امتیازاتو له امله نه په افغانستان کې امن راغلی او نه هم پاکستان د افغانستان پر وړاندې له دښمنۍ ډک چلند پرې اېښی دی. له همدې امله حکومت د خلکو د غوښتنې او ارادې خلاف د پاکستان پر وړاندې مرګونی سکوت کړی دی چې زیان یې د افغانستان خلکو ته رسیږي.

اوس پکار ده چې د پاکستان د دغو تحرکاتو پر وړاندې اوسنۍ چوپتیا ماته شي. نه یوازې دا چې حکومت باید په دې اړه ښکاره اعتراض وکړي، بلکې په عملي ډول باید خپله خاوره بېرته خپله کړي او د پاکستان اغزن سیم، تاسیسات او پوستې ور ټولې کړي. له دې پرته پر حکومت هر ډول شک کېدلی شي او ولس به یې پر وړاندې ودرېږي. که حکومت ژر په دې اړه خپل دریځ روښانه نه کړي او ګام وانه‌خلي، ولس به خپله هم د پاکستان د دغه تېري پر وړاندې او د حکومت پر وړاندې ګام واخلي.

Previous Post

افغان حکومت: مذاکرات به ژر پیل شي، اجنډا او ځای مشخص شوي دي

Next Post

د جګړې هنر

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
د جګړې هنر

د جګړې هنر

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ملګري ملتونه: جګړې باید په نړۍ کې د خوړو امنیت زیانمن نه کړي

ملګري ملتونه: جګړې باید په نړۍ کې د خوړو امنیت زیانمن نه کړي

اگست 4, 2023

د چين او روسيې د صدراعظمانو د ټاکلې مودې کتنې کمېټې ۲۷مه غونډه ترسره شوه

دسمبر 19, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved