د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو راهیسې په لومړي ځل ښځينه سوداګرو له هېواده بهر رسمي سفر کړی او له ترکمنستانیو ښځينه سوداګرو سره یې یو لړ هوکړې کړې دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم وايي، ۱۵ ښځينه سوداګرو له خپلو محرمو سره د ترکمنستان په سفر کې ګډون درلود او دوی هڅه کوي چې د ښځينه سوداګرو د ظرفیت لوړونې او د هغوی تولیداتو ته د نړیوالو بازارونو په موندنه کې هلې ځلې وکړي. په همدې حال کې د ښځینه سودا ګرو د مدیره پلاوي غړې فلوران نوري له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي، چې دوی په دې سفر کې د ترکمنستان له ښځینه سوداګرو سره وکتل او یو شمېر هوکړه لیکونه یې ور سره لاسلیک کړل. اغلې نوري زیاتوي، چې دوی په دې سفر کې د تاجکستان له ولسمشر او دغه رنګه د سوداګرۍ له وزیر سره هم ولیدل.












